د حج د مراسمو په پای، د خدای د کور زیارت کونکي به له نن څخه خپلو استوګنځایونو ته راستانه شي.
سږ کال، ټول حاجیان د سعودي عرب اوسیدونکي وو، چې 70٪ یې په هیواد کې میشته بهرنيان و او پاتې 30٪ یې د سعودي ښاریز وو.
د شاه عبدالعزیز نړیوال هوایی ډګر مشر، عصام فواد نور وویل: "د سپېڅلو ځایونو او هوایی ډګرونو کارمندان په ټولو څانګو کې فعال دي ترڅو خدمات وړاندې کړي او د حاجیانو راستنیدنه اسانه کړي."
همداشان، حاجیان به سږکال د 25 پروازونو سره ریاض، مدینې، الوجا، دمام، قاسم، ابها، جیزان او تبوک ته هم ستانه کېږي.
3914264