د افغانستان د لغمان د والي ویاند اسدا... دولتزی وايي، د کابل –جلال آباد لویه لاره د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ د کابل د خاکلي تونل مربوطاتو کې بنده شوې ده.
د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د ټولګټو ریاست پلاوی د تخنیکي وسایلو سره سیمې ته رسېدلی څو د لارې په خلاصون کې همکاري وکړي.
ددې تر څنګ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو پرسونل هم د کمک لپاره سیمې ته استول شوی دی.
افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.
دغې طبیعي پېښې خلک وارخطا کړي او له مسؤلو ادارو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.
تهران راډیو