د فرانسوي خپرونې لخوا نه بخښونکې او لویه ګناه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د نوراني مخ او په شان کې سپکاوی یو ځلې بیا له مسلمانانو او اسلام سره د لویدیځې نړۍ د کلتوري او سیاسي ادارو کینه او دښمنې په ډاګه کړه.
د دې لوې جنایت د غندلو لپاره د بیان د آزادۍ عذر، لکه څنګه چې ځینو فرانسوي سیاستوالو لخوا ویل شوی، په بشپړ ډول رد شوی، غلط او د خلکو غولونکی دی.
د صهیونیسټو او استکباري حکومتونو ژور اسلامي ضد سیاستونه د دارنګه دښمنۍ نه ډکو کړنو لامل دي، چې هر ځل رامینځته کېږي. په دې وخت کې دا رنګه اقدام هم کیدی شي، د لویدیځې اسیا د هیوادونو او ملتونو له هغه ناوړو پروګرامو څخه د ذهنونو د اړولو لپاره وي چې امریکا او صهیونیسټ رژیم یې د دې سیمې لپاره په پام کې لري.
مسلمان ملتونه، په ځانګړي توګه د لویدیځې آسیا هیوادونه دې د دې سیمې د حساسو مسئلو په ساتنو کې په هوښیارۍ سره محتاط اوسي او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د غربي سیاستوالو او چاروااکو دښمني باید هیڅکله هیره نه کړي.