IQNA

د جلال اباد پر مرکزي زندان د برید پلانونکی او تطبیق کوونکی ونیول شو

19:30 - October 05, 2020
د خبر لمبر: 3483692
تهران (ایکنا) - دملي امنیت اداری ځانګړو ځواکونو تیره شپه د د ولایت دبهسودو ولسوالی اړوند یوولسمه ویاله سیمه کی عملیات کړي چی پکی دداعش ډلی غړی واقف له خپلو دوو ملګرو سره ونیول شول
د افغانستان د جلال اباد په هوایی ډګر کی میشت دملي امنیت اداری ځانګړو ځواکونو رسنیو ته په.استول شوی خبر پاڼه کی ویلی چی دغو ځواکونو تیره شپه د د  ولایت دبهسودو ولسوالی اړوند یوولسمه ویاله سیمه کی عملیات کړي چی پکی دداعش ډلی غړی واقف له خپلو دوو ملګرو سره ونیول شول په خبر پاڼه کی راغلي چی نیول شوي تن په خپلو جرمونو اعتراف کړ  او د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره بلی سیمی ته لیږدول شویدی په خبر پاڼه کی راغلي چې په عملیاتو.کی ملکی وګړو او.امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی دجلال ابلد پر مرکزی زندان او هوایی ډګر بریدونه خواوشاه دوه میاشتی وړاندی نر سره شول چی پکی تر دیرشو تنو امنیتی سرتیری او ملک  وګړی ووژل شول او همدومره شمیر نور ژوبل شول او خواوشاه څلور سوه تنه خورا مهم بندیان په تیښته بریالي شول ددی بریدونو پړه هغه مهال داعش ډلی پر غاړه اخیستی وه.
تهران راډیو
captcha