IQNA

د افغانستان په ختیځ کې په دوو چاودنو کې لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي دي

19:41 - November 29, 2020
د خبر لمبر: 3483855
تهران (ایکنا) د افغانستان په ختیځ کې د غزني ولایت او زابل ولایت په مرکز کې دوه چاودنو په لسګونو کسان مړه او ټپیان کړل.
 دافغانستان  دغزني ولایت په یوه پوځي مرکز باندې په خودکش حملې کې اته ویشت عسکر وژل شوي او کابو ۲۶نور هم ټپیان شوي دي .
د افغانستان د غزني  ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري   وئيلي دي ،نن سهار  کابو اوه نیمې بجې د غزني ښار په  دریمې حوزې کې  په قلعه  جوز سیمې کې  د یوه پوځي مرکز مخې ته له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی چاودول شوی ، او ورپسې هم سختې ډزې پیل شوي دي .
   د غزني د ولايتي روغتون  مشر  ډاکټر بازمحمد همت رسینیو ته وئیلي دي ،ددغې پيښې سملاسي وروسته دغه روغتون ته  اته ویش مړي  او ١٧ ټپيان وروړل شوي دي .دهغه په وینا ځیني نور کسان هم مرګي حاله دي  او داسې ښکاري چې درست مړي او ټپیان حکومتي ماموران وي .
د خبر تر مخابیره کیدا پورې  چا ددغې بوږنونکي  حملې پړه په غاړه نه  ده اخستې. داپه داسې  حال کې دي چې  نن سهار د زابل ولایتي شورا مشرعطاجان حق بیان د قلات ښار په لور له کوره د روانیدو په حال کې ؤ  چې چاودنه پرې شوي ،خو  هغه شره د یوشمیر کسانو ټپيان شوي دي .
البته  له وروستیو  څو ورځو راهسې یو ځل بیا دافغانستان د کابل  او بامیانو پشمول بیلابیلې سیمې  له تاؤتریخوالو سره مخ دي او داسې کوم ساعت نشته چې د یوشمیر عامو خلکو وینه ونه بهیږي .
د سیمې ځينی سیاسی او امنیتي چارو کارپوهان   د افغانستان ناکراري او بې ثباتۍ  په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امریکا د شل کلن ناکام پوځي شتون بریاوې او سپيرۀ میراث  ګڼي  ، حال دا چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې او دغه راز دکابل  دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ له شوو او کیدونکو   خبرواترو د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان نهیلي شوي دي.
3938043
captcha