ایکناخبری اژانس له لاهوره راپور راکړ، په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مسئول او کلتوري سلایار جعفر روناس د لیندۍ په نولسمه نیټه د پنجاب صوبې د مذهبی چارو د سید سعید الحسن شاه د پلار پيرسید محمد ارشاد حسین د عُرس په دستورو کې د ګډون په ترڅ کې له دغه پاکستاني وزیر سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د مذهبی ټوریزم د پراختیا او ددیني اړیکو په بیاوړتیا ټینګار وکړ .
دغه دستورې د پيرسید محمد ارشاد حسین شاه لپاره د ثواب په مناسبت د هغه د مړینې په یوسل څلورویشتمې کلیزې په مناسبت ترسره شوې .
په دغو معنوي دستورو کې د فلسطین د ابو مصطفی ، دیمن د امجد البازري ، د اردن د محمد اسلام او د سومالیه د عبدالرزاق الکریم پشمول د نړۍ له مختلفو هیموادونو یو شمیر مذهبی شخصیتونو هم ګډون وکړ .
جعفر روناس په دغو دستورو کې په هند براعظمګي کې په تیره بیا په اوسني پاکستان هیواد کې د اسلام په پراختیا کې د عارفانو رول ته په اشارې سره ووئیل ، د دنیا ټيټې هسکې دخداي والیانو او مومنانو ته هیڅ دوکه نشي ورکولی .
https://iqna.ir/fa/news/4020212