ایکناخبری آژانس د روسیاالیوم له قوله راپور راکړ، د آنګ سان سوچي د دوسیې یوې سرچینې پّ وینا ، هغه چې د میانمار د پخواني افراطي واکمن ګوند مشره او د هیواد خارجه وزیره وه، د هغو ډیرو تورونو په دلیل چې د ارزونې په حال کې دي ،په څلورو کلونو بند محکومه شوې ده .
د میانمار دغې خبرې سرچینې وئيلي دي ، ځینی نور تورونه هم دمیانمار پخوانۍ افراطي مشرې ته متوجه دي او ممکنه ده دئ د څولسیزو په بند محکومه کړي .
په راپور کې وئيل شوي دي آنګ سان سوچي چې د ۲۰۲۱کال د فرورۍ دلومړۍ نیټې له کودتا راهسې پخپل کور کې بندي ده ، د وایرلیس یابې سیمه آلو او تجهیزاتو له مجوز پرته اوغیر قانوني وارداتو په دلیل محکومه شوې ده .
د میانمار دغه افراطي مشرې ددې په ضد لګول شوي تورونه رد کړي او بې اساسه ئې بللي دي .هغې ټينګار کړی،چې دغه تورونه د قدرت د مشکل د ختمولو لپاره د میانمار د پوځ له خوا پلان شوي دي .
راپورونه ددې ښودنه کوي ، چې په تیر دسمبر کې د میانمار د پخواني واکمن افراطي ګوند مشره د کرونائي محدودیّتونو دخلاف ورزۍ په دلیل په څلور کلن بند محکومه شوې ، دغه فیصله د میانمار پوځي شورا له یوې مودې وروسته په دوه کلن بند بدله کړې ده .
باید ووئیل شي ،چې د آنګ سان سوچي په مشرۍ افراطي ډلې، د میانمار دپوځ په ملګرتیا او غږملتیا سره په تیرو څو کلونو کې د لسګونو زره مسلمانانو وینه توي کړې او دغه راز ئې په لکونو مسلمانان له دغه هیواده کوچ کولو ته اړ کړي دي .