ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن له مشر وحید جلال زاده سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
جلال زاده په دغې کتنې کښې وویل: د دواړو ولسونو دیني، تاریخي او کلتوري مشترکات او ښه ګاونډیتوب په مختلفو خپل مینځي برخو کښې د اړیکو او ملګرتیاؤ د لازیاتې ژورتیا یو مهم لامل دی.
هغه د ایران او پاکستان ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاؤ په زیاتیدو او د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره په مقابلې باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ځینې ترهګرې ډلګۍ او شرغواړي د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو هغوي د ایران او پاکستان د چارواکو ترمینځ په ډیرو مضبوطو اړیکو نه دي خبر او دا ډول واړه تحرکات یې په خپل مینځي ملګرتیاؤ کښې ګډوډی نه شي راوستې.
جلال زاده هم داشان وویل: د افغانستان خلک له تیرو څلورو لسیزو راهیسې له نیواکګرۍ او جنګونو کړیږي او د ایران اسلامي جمهوریت په دغه هیواد کښې د پایداره امنیت او ثبات او د ټول شموله حکومت د جوړیدو په تکل کښې دی.
په تهران کښې د پاکستان سفیر هم په دغه ملاقات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په موقعیت او مهم او اغیزناک رول باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې د پایداره امنیت او صلحې ټینګښت د سیمې او ګاونډي هیوادونو لپاره مهم دی او هیله لرو چې دا کار د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کښې د ایران په مرستې سره عملي شي.