IQNA

د اسلامی ضد احساساتو د زیاتیدا په دلیل په یوه هندي فلم سختې نیوکې شوي

16:48 - March 19, 2022
د خبر لمبر: 3485557
تهران (ایکنا) – په هندوستان کې  دیوه هغه سینمائي فلم نمایش چې  د اسلامی ضد احساسات ئې راپارولی دي ،د مسلمانانو  او د بشری حقوقو فعالانو سخته غوسه او کرکه ئې په ځان پسې درلودلې ده .

ایکناخبری آژانس د  الجزیرې له قوله  راپور راکړ،  یو سل اتیا منټیز هندي فلم چې  د هندی افراطي لومړي وزیر  له هرکلی سره مخ شوی ، تیره اونۍ په دغه هیواد کې دسینما په پردې نندارې ته وړاندې شو .

دغه هندي فلم د هغو زده کونکو د خیالي کیسې ښودنه کوي چې  متوجه کیږي ، خپل هندو مور پلار ئې  کشمیري وسلوالو په لاس وژل شوي دي   او  په هغې تصادفي پيښې چې نیکانو ورته وئيلی دي نه دي وژل شوي .

دغه فلم  د هندي حکومت په ضد د ۱۹۹۸کال  بغاوت  روایتوي ، چې  په هغه کې ، په لکونو خلک   کشمیر پریښودو ته  مجبوره شوي دي ،له هغو ډيری هندوان وو چې په کشمیري پنډتانو مشهور  وو . له هغو ځیني اوس هم په هندي مسلمان میشته کشمیري سیمې کې ژوند کوي .

کرکتونکي اونیوکه کونکي وائي ، چې دغه فلم ، دپرَدیو دحقایقو په اساس دی  او هندي مسلمانان حتی  له هندی کشمیره بهر خلک هم په نښه کوي .   ډير خلک دغه فلم د ددیني بهیرونو د دوه قطبی کولو شاهدان ګڼي  چې  نریندرا مودي  قدرت ته له رسیدا وروسته ورته لمن وهلې ده .

په سوشل میډیا کې ډیری ویډیوګانې خپرې شوي چې ښئ ،  خلک  د په سینماګانو کې  کرکه رامینځةکونکي شعارونه ورکوي او د مسلمانانو په ضد درکرکې او نفرت د  خورولو  بلنې ورکوي .

ډیره کرکتونکي او نیوکه کونکي په فلم کې  د مسلمانانو په ضد نفرت اچونکي او تاؤتریخجنې څرګندونې محکومي او  پوښتنه کوي ، چې ولې   حکومت  ددغه شان اقداماتو د عاملانو په ضد اقدامات نه کوي .   

https://iqna.ir/fa/news/4044009

captcha