IQNA

د ایران د قدرت منظومې هیواد د ولسونو لپاره په جذابې نمونې بدل کړی دی

10:02 - April 13, 2022
د خبر لمبر: 3485673
تهران (ایکنا) -د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمائیل؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت منظومې او په مختلفو برخو کښې یې ډول ډول بریاؤ ایران د ولسونو لپاره په یو په زړه پوري مثال بدل کړی دی

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون مازیګر د نظام له مسئولانو او چارواکو سره په کتنه کښې د هیواد ټولې ستونزې د هواریدو وړ وبللې او د کال د شعار د مختلفو اړخونو په بیانولو سره یې ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت منظومې او په مختلفو برخو کښې یې ډول ډول بریاؤ ایران د ولسونو لپاره په یوه په زړه پوري مثال بدل کړی دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې د کرونا د شپږ ډوله واکسینو د تولیدولو، په هیواد باندې د بهرني پور د نشتوالي او په مختلفو برخو کښې د علمي، صنعتي او ټیکنالوجیکي پرمختګونو په شمول په ځینو برخو کښې پر ځان بسیاینې ته رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت د کامیابۍ ځینې نښې وبللې او څرګنده یې کړه: د بریاؤ یوه بله نمونه د هیواد د مدیریت صحیح او روان بهیر دی د ځینو نورو هیوادونو په اپوټه او سره له ټولو دښمنیو، د هیواد مدیریت په قانوني توګه او له رواله بهر اقداماتو ته له ضرورت پرته له یو نه بل ته منتقل شوی دی.

دوي څرګنده کړه چې دغو لاسته راوړنو او د سټراټیجۍ ژورې پراختیا او په سیمه کښې د ایران د معنوي نفوذ په شان نورو مواردو اسلامي ایران په یوې په زړه پورې بیلګې بدل کړی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: دښمن د خپلو طمعو له مخې نهیلې کونکې خبرې کوي چې مخکښې هم دا ډول مطالب بیانیدل خو د دغو ټولو خبرو ناسموالی وروسته بیا ثابت شو لکه د تپلي جنګ په پیل کښې د صدام وینا او په یوه اونۍ کښې د تهران د نیولو ژمنه او یا د یو امریکايي جوکر څو کاله مخکښنۍ وینا چې ویلي یې وو د کرسمس جشن به په تهران کښې ترسره کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ، دا چې غاوره امریکایان په زغرده داده کیږي چې په ایران باندې زیات نه زیات دباؤ شرمناکه ماتې خوړلې ده، ډیره مهمه خبره ده چې هیرول یې نه دي پکار.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دوام کښې د هیواد د ډیپلماسۍ ښې دریځنیونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې مسئولان دې ایټمي مسئلې ته بیخي معطله نه شي او د هیواد د واقعیاتو له مخې دې پلاننګ او د ستونزو د هواري لپاره دې اقدام وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټمي مذاکراتو مسئولان انقلابي، متدیّن او سخت کوشش کونکي وبلل او د بدماشیو او زیاته غوښتنو په وړاندې د مرکچي پلاوي له مقاومته د خوښۍ په څرګندولو سره یې وویل: مقابل لوري چې لوظ یې مات کړ او له برجامه ووته، اوس د یوازې پاتې کیدو او بندون احساس کوي خو اسلامي نظام چې په خپلو خلکو باندې په ملا تړلو سره له ډیرو ستونزو راوتلی دی، له دې پړاؤ څخه به هم تیر شي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دوام کښې په نیواکي ټاټوبي کښې د فلسطیني ځوانانو د بیدارۍ او تحرکاتو په ستاینې سره وویل: دې تحرکاتو وښودله چې فلسطین د امریکې او د هغې د لارویانو د هلوځلو په اپوټه ژوندی دی او د خدای تعالی په فضل سره به وروستۍ او فاینل کامیابي د فلسطین د خلکو وي.

دوي هم داشان د یمن د مظلومو خلکو د میړانې په قدرونې سره سعودي چارواکو ته یوه خیر غواړې او زړه سواندې سپارښتنه وکړه او ویې ویل: یو داسې جنګ ته ولې دوام ورکوئ چې پوهیږئ د بریالیتوب احتمال مو په کښې نشته؟ یوه لاره ولټوئ او ځان له دې معرکې وباسئ.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په یمن کښې وروستۍ اوربند ډیر ښه وباله او زیاته یې کړه: که دا موافقه په صحیح توګه اجرا شي نو دوام موندلی شي او شک نشته چې د یمن خلک د خپل همت، شجاعت او د خپل او د خپل مشر د عمل د نوښت په برکت بریالي دي او خدای تعالی جل جلاله به هم د دغو مظلومو خلکو مرسته وکړي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114682

captcha