IQNA

د مصر مشهور قاري انور شحات انور ښکلی غږ لري

16:14 - May 30, 2022
د خبر لمبر: 3485846
تهران(ایکنا)ـ ښاغلی انور شخات انور د مصر د ځوان نسل د قران مجید قاري او د استاد شحات محمد انور مشر زوی دی

او هغه د مصر په مشهورو قاریانو کښې شامل دی.

هغه له دوه کلنۍ څخه له خپل پلار سره اوږه په اوږه د قران کریم په محفلونو کښې ګډون کاوه او په همدغو محفلونو کښې د ګډون په وجه وو چې د هغه ذاتي استعداد سوکه سوکه وغوړید او له شپږکلنۍ څخه یې د قران کریم حفظ کول پیل کړل او په دولس کلنۍ کښې د ټول قران کریم په حفظ کولو بریالی شو.

ایکنا خبري اژانس وايي د مصر هیواد د تلاوت د دریم نسل او کهول په قاریانو کښې د مرحوم شیخ شحات محمد انور زوی انور شحات انور د  اوس وخت د مصر یو تر ټولو مشهور قاري دی.

هغه د ۱۹۷۸ میلادي کال د مي د میاشتې په ۲۹ نیټه چې له  ۱۳۵۷ هجري لمریز کال سره سمون خوري په داسې ورځ د مصر په دهقلیه ولایت کښې وزیږیده .

د مصر د دغه مشهور قاري د زوکړې په مناسبت د هغه قراني فعالیتونو ته یوه کتنه کوو او د هغه د یوه ښکلي تلاوت یوه برخه چې د پلار له رودې څخه اغیزمنه ده د مصر د مرحوم قاري استاد شحات محمد انور د ځانګړي او د خوږو خاطراتو تداعي کوي.

بچوې: قران ، تلاوت ، مصر ، مشهور
captcha