ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې له سیلاب ځپلیو سره د مرستو لپاره له پاکستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشردوستانه مرستو پیټی په یو لړ مراسمو کښې د ایران په ریمدان او د پاکستان په ګبد ګډ سرحد کښې د بلوچستان صوبې د سرې میاشتې د غږملونکي نصیب ملک او د سرې میاشتې د مشر ایوب خان په مشرۍ د پاکستان د سرې میاشتې چارواکو ته وسپارل شو.
د ایران پلاوي په دغو مراسمو کښې د پاکستان چارواکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او د ملت د تسلیت پیغام ورسوه.
په بلوچستان صوبې کښې د پاکستان د سرې میاشتې مشر ایوب خان وویل د خیمو، د کمبلو او د نورو ضروري شیانو په شمول د ایران بشر دوستانه مرستې د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې په سیلاب ځپلیو خلکو باندې ویشل کیږي.
د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا سیند او بلوچستان صوبو کښې په تیرو څو اونیو کښې سختو اورښتونو او سیلابونو تراوسه کابو دولس سوه کسان وژلي او په زرګونو نور ژوبل کړي او ډیر کورونه ، کروندې او دکانونه یې هم تباه کړي دي.
د پاکستان څه د پاسه درې دیرش میلیونه خلک د سیلابونو او د نورو طبیعي پیښو له کبله اغیزمن شوي دي.
سیلابونو پاکستان ته لس میلیارډه ډالره تاوانونه رسولي دي.