ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړې کمیشنرۍ د ملایشیا پر حکومت غږوکړ،څو میانمار ته د بیرته ستنیدا لپاره دې د روهینګیائي مسلمانو پناه غواړو له مجبورولو لاس واخلي.
ایکناخبری آژانس د دي حکارته پوسټ له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړ کمیشنر وولکر ترک په یوې اعلامیې کې ووئيل، د میانمار یا برما د اقتصادي نظام او د اجتماعی ملاتړ دسسټم دړې وړې کیدا او د بې ثباتۍ او تاؤتریخوالي د سوئې په زیاتیدا سره،اوس دا وخت نه دی چې څوک میانمار ته بیرته وګرځوو.
هغه دهغو کسانو لپاره چې له بیرته ستنیدا وروسته له جدي خطرې سره مخ دي،د سیاسی فعالانو او نورو پنانه غواړو په شان د کسانو د برخلیک په باب اندیښنه څرګنده کړه.