IQNA

 ؛شهید سلیماني،د امت د اقتدار او وحدت شهید؛وبینار؛

شهیدسلیمانی د ارواښادامام دمکتب شاګرد او له صهیونزمه د قدس د پاکونې مخکښ ؤ

6:45 - January 04, 2023
د خبر لمبر: 3486699
ایکنا-(تهران)د ؛شهید سلیماني، دامت داقتدار او وحدت دشهید ؛نومې وبینار ویناوالو  شهید قاسم سلیماني د امام خمینی د مکتب ترټولو غوره فارغ التحصیل وباله او ټينګار ئې وکړ، ددغه لوي شهید ترټولو مهم هدف،په لویدیځي اسیا کې د صهیونزم بشپړ نادولو او له صهیونزم څخه د قدس د ټاټوبي پاکول وو.

 ایکناخبري آژانس راپور راکړ، د ؛شهید سلیماني د ملت د اقتدار او وحدت نومې نړیوال سمینار  چې پرون دشهید جنرال قاسم سلیماني او ابومهمدي المهندس د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د  اسلامی مذهبونو دنزدیکت دټولنې په  هال کې ترسره شو،یو شمیر داخلی او نړیوالو شخصیټونو او متفکرانو پکې ګډون او ویناوې وکړې.

په دغه وبینار کې د مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري پخپلې وینا کې ووئيل، شهید جنرال قاسم سلیماني  دامام خمیني د مدرسې یو ترټولو غوره فارغ التحصیل ؤ او ایمان ئې درلود چې خداوندمتعال وعده پوره کیږی، خداي تعالی هرچا سره چې وغواړي ، مرسته کوي او پرهیزګاران ژغورل کیږي.

هغه ووئيل شهید سلیماني په دوامدارز ډول د خداوندمتعال رضا په نظر کې درلوده،کلک مقاومت ،ثابت قدمه ؤ او د هغه شجاعت یو مثالی شجاعت ؤ  چې له امام خمینی ئې الهام اخستی ؤ.

د مذهبونود نزدیکت دټولنې عمومی منشي روښانه کړه ،نړۍتل په بحرانونو او سختیانو کې  د هغه د کلکو دریځونو شاهده وه، په ۳۳ورځني جنګ کې د ډګر په مینځ کې ؤ او د صهیونیسټي رژيم کلابندي ئې ماته کړه اوټول ئې غافلګیر کړل او دا د هغه د کلک ایمان او  دغه راز له مقام او شهرت سره د مینې د نه درلودلو نتیجه وه.

په دغه وبینار کې همداراز د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر مولوی محمد مختار مفلح هم ووئيل، شهادت د اسلام ددین د لویو سردارانو یو آرمان او هیله ده او په همدې خاطر د اسلام سرداران تل بریالي او پخپلې عقیدې  کې تل پاتې دي .شک نه لرم چې شهید حاج قاسم سلیماني د اسلامی انقلاب یو ترټولو محبوب شخصیّت او د اسلام ددین یو لوي سردار او له نړیوال استکبار ،ظلم او د سلطې له نظام سره دمبارزې سمبول دی.

https://iqna.ir/fa/news/4111852

captcha