IQNA

د طالبانو ډلې مشر د مسلمانوعالمانو دنړیوالې اتحادئې له پلاوي سره له کتنې ډډه وکړه

13:48 - January 06, 2023
د خبر لمبر: 3486712
ایکنا-(تهران)د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي روښانه کړه،د سفر غوښته یوه میاشت مخکې.او له پوهنتوني زده کړود انجونو د منع کولو لپاره د طالبانو له فیصلې مخکې  وړاندې شوې وه.

 ایکناخبری آژانس د عربی ۲۱له قوله له قوله راپور راکړ،د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې  عمومی منشي علی قره داغي  په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د طالبانو رهبر ملاهیبت ا... اخوندزاده  د مسلمانو عالمانو له هغه پلاوي سره  له کتنې ډډه کړې او بخښنه ئې غوښتي چې  ددغې اتحادئې په نمایندګۍ  ئې  افغانستان ته دتلو نیّت درلود.

 هغه ووئيل دغه پلاوي په نظر کې د رلوده چې د څو مهمو موضوعګانو پهب اب د سلامشورو لباره  د طالبانو له رهبر سره  دلیدوکاتو په خاطر د افغانستان کندهار ته سفر وکړي.

د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي  روښانه کړه،د سفر غوښته یوه میاشت مخکې  او له پوهنتوني زده کړود انجونو د منع کولو لپاره د طالبانو له فیصلې مخکې  وړاندې شوې وه. هغه زیاته کړه ، دغه پلاوی هیله مند ؤ چې  پر طالبانو اسلامي دروازې او ځیني  نړیوالې دروازې پرانیزي  او  دافغانستان  له  ولس سره د مرستو پر ارزونې سربیره،د ښونې اوروزنې لباره  دلازمې بودجې دبرابرولو لپاره  هم هڅه وکړي.

 علی قره داغي  دغه راز ووئيل، په افغانستان کې دغې نوی اسلامی تجروبې ته  ددرستې نړۍ نظردی ،داسې ځاي چې مسلمانان هیله مند دي  یو قدرتمند،عادل ،متمدن او شورائي  حکومت چې پر رحمت ،کرامت او پر انساني حقوقو،(هغه که   دښځې وي او که دسړي،)مشتمل وي تحقق ومومي.

د مسلمانانو عالمانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي همدرااز  ووئيل که دغه تجروبه،په عظمت،ښکلا،عدالت او رحمت  اوپه یوه  عادلانه حکومتي نظام سره د اسلام حقیقي انځور وړاندې نه کړائ شي، نو  د اسلام دښمنان به په تیره بیا  القاعده او داعش ډلو له اقداماتو وروسته  چې  داسلام څيره ئې داغي کړې ده،د اوسني پړاؤ لپاره  ددغه دین د صلاحیّت په باب به یو لړ شکونه رامینځة کړي.علی قره داغي ووئيل ،د مسلمانانو دعالمانو نړیواله ټولنې د طالبانو بخښنه غوښتل په ورین تندي سره منلی  او ددغې اتحادئې دروازط پر ټولو مسلمانانو خلاصې دي او د خپلو دیني دندو او د خپلو عالمانو په حکم سره به  وروڼه پاتې شو.

https://iqna.ir/fa/news/4112485/%D8

captcha