ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،په ترکیې کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۲ او په سوریه کې ۵ زره تنو لوړ شوی، خو ملګري ملتونه وایي، ښایي دا شمېره پنځوس زره تنو ته لوړه شي.
په ترکیه کې د ژغورنې ډلې مسؤلین وایي، د زلزلې له امله په یاد هېواد کې د مرګ ژوبلې سربېره ۸۴ میلیارده ډالر تاوان هم اوښتی.
دوی زیاتوي، تېره ورځ یې د ډلګۍ له لورې اته تنه چې تر نړیدلو ودانیو لاندې شوي وو، ژوندي را ویستلي.
دا په داسې حال کې دي ،چې د سوریې په حلب کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ اعلان وکړ: د حلب د زلزلې له امله ۱۲ زره سوري وګړي په دغه ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په جوړو شویو ۹ کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي
.په حلب کې د ایران سرکنسول "سلمان نواب نوري" له ایرنا سره په مرکه کې دې ته اشاره وکړه چې د سوریې حکومت او مرستندویه هېوادونو په حلب کې له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۷۲ د استوګنې مرکزونه جوړ کړي دي او زیاته یې کړه: اوس مهال 180 زره د سوریې زلزله ځپلو وګړو ته په دې مرکزونو کې بیړني استوګنځایونه ورکړل شوي دي.