ایکنا د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ ، د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، نیواکګرو عسکرو او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو افراطیانو د ابراهیمي حرم پر دروازو او دیوالونو باندې د صهیونیسټي رژيم بیرغونه رپولي دي چې یو غیر انساني او غیر قانوني اقدام دی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،دصهیونیسټانو دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او د جینوا د موافقو ښکاره خلاف ورزي او ښاریزو او مسلمانانو د احساساتو ښکاره لمسول دي.
په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي،د صهیونیسټ رژيم دغه اقدام د دوي د سیاستوو او دنیواکګرۍ دذهنیّت ښودنه کوي. چې په نیواکي فلسطین کې د مسلمانانو د میراث او تاریخي ځایونو او عبادت ځایونه ئې په شیشت کې راوستي دي څو واقعیّتونه د نیواکګر رژيم د روایتونو په خدمت کې او د هغو د استعماري نقشو په اساس ئې حقیقي وبریښوي چې دا د هویّت او تاریخي اقدارو چخڼي کول دي وهیڅکله هم دزغملو وړ نه دي.
د اردن خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ابراهیمي جومات پر دیوالوو د صهونیسټي رژيم د بیرغ رپول په سخته محکوم کړي او او له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دی چې د نیواکګرو ددغو کرغیړنو اقداماتو په وړاندې دې سخت غبرګون وښئ.
د نیواکګر رژيم چارواکو د تیرې یکشنبې په ورځې د ابراهیمي جومات د پاسه او دهغه پر دیوالونو ددغه وحشي او نیواکګر رژيم بیرغونه رپولی دي.
https://iqna.ir/fa/news/4136160