ایکنا د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې په دمشق کې د بلاد الشام له عالمانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ،د اسلامی نړۍ د متفکرانو او شخصیّتونو په تیره بیا د سورئې دعالمانودنده ،د سیمې په خلکو د ا مریکا او صهیونیسټي رژيم د دوامدارو ظلمونو په باب روښانونه ده.
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
زمونږخبریال را پور راکړ، د اسلامي ا یران ولسمشر په دغې کتنې کې ووئيل، د کیمپ ډيویډ ،شرم الشیخ او اوسلو په څير تړونونه لکه څنګه چې ناعادلانه دي ، هیڅکله هم نه دي توانیدلي د فلسطین د ملت ګټې تامین کړي.
ابراهیم ریسي پخپلې وینا کې دغه راز ووئيل، نن سبا چې جوړښتونه د نړۍ ناعادلانه نظام په اختیار کې دي، د اسلامی نړۍ د متفکرانو او شخصیّتونو په تیره بیا د سورئې ددیني عالمانو دنده، دسیمې په خلکو د امریکا او صهیونیسټي وحشي رژيم د دوامدارو ظلمونو په باب د روښانونو پشمول د واقعیّتونو بیانول دي. هغه زیاته کړې، د ایران اسللامی جمهوریت هماغه شان چې له تکفیری ترهه ګرو سره د مبارزې په پړاؤ کې د سورئې د ولس ترڅنګ وو، ددغه هیواد په بیارغاونې کې کې هم د ایران پروګرام ،د سورئې دبیارغونې لپاره د تعاون او اقتصادي،تجارتي او امنیتی ملګرتیاوې دي.
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار وکړ، دسورئې مځکنۍ بشپړتیابه په دغه هیواد او په ټولې سیمې کې د امنیت سبب شي ، ددې په ترڅ کې چې دسیمې په هرې برخې کې د امریکا شتون د ناکراریو او ناخوالیو سبب دی.