IQNA

د جدې سرمشریزه دعربو هیوادونو له انسجام سره مرسته کوي

16:50 - May 20, 2023
د خبر لمبر: 3487366
ایکنا-(تهران)  د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د سورئې له ولسمشر بشار اسد  سره  په جدې کې  دعربانو دسرمشریزې ترڅنګ لیده کاته وکړل.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سورئې ولسمشر بشار اسد د عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په کتنې کې ټينګار و کړ، په جده ښار کې د عربانو د سرمشریزې  مصوبې او اعلامیې  د عربانو له لازیات انسجام سره مرسته کوي.

د عربی اتحادئې سرمشریه د جمعې په ورځ دعربستان په جده ښار کې ترسره شوه او له دولسو کلونو وروسته دلومړي ځل لپاره  د سورئې ولسمشر بشار اسد په کې ګډون وکړ.

 د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان  او د سورئې له ولسمشر بشار اسد  سره  په جدې کې  دعربانو دسرمشریزې ترڅنګ لیده کاته هم وکړل.

په دغې کتنې کې د عربستان او سورئې دوو هیوادونو ترمینځ د دوواړخیزو اړیکو او د عربانو  په اړیکو کې مثبتې فضا ته په پام سره  د عربانو په ډګر کې بدلونونه چې د هغو ګډو لیدتوګو په نسبت  د ډله ایز کړچار  ښودنه کوي  چې  د  جدې په غونډې کې اوج ته ورسیدل، و ارزول  و بحثونه پرې وشول.

بشار اسد په دغې کتنې کې  دعربانو په نزدیکت  کې  او د هغې سیاسي فضا په رامینځةکونې کې د عربستان د هلو ځلو  چې د خلکو ګټو ته درسیدا لپاره  په عربو هیوادونو کې   له ګډ اقدام سره مرسته کوي ،قدرونه وکړه او زیاته ئې کړه،  دا مهمه ده چې د جدې سرمشریزه  دعربانو له لازیات انسجام سره مرسته کوي.

بشار اسد او محمد بن سلمان  همداراز د عربستان او سورئې ترمینځ  د اړیکو پر بیرته ښه کیدا داسې چې د سیمې له ثبات څخه ملاتړ وکړي  او  دعربانو د  ګډو اقداماتو سبب شي ،ټينګار و کړ.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i133136

captcha