IQNA

نریندرا مودي د مصر په تاریخي جومات کې،البته په دوه ګوڼي سټینډرډ سره (فلم)

15:53 - June 26, 2023
د خبر لمبر: 3487533
د هندلومړی وزیر نریندرا مودي  چې مصر ته په سفر تللی ،د مصرد لرغونو آثارو دعلای شورا له عمومی منشي سره یو ځاي  د الحاکم  باامرالله جومات کتنه وکړه.

ایکنا دالیوم  المصری له قوله راپور راکړ،دهندوستان  افراطي لومړی وزیر نریندرا مودي چې مصر ته تللی،د مصر دلرغونو آثارو د لوړې شورا له مشر مصطفی وزیري سره یو ځاي  په قاهرې کې د حاکم بامرالله  تاریخي جومات لیدو ته لاړ.

مصری رسندویو  روښانه کړې ده ، د هند لومړی وزیر  ددغه جومات په کتنې کې  پر دیوالونو او دروازو موجودې کتیبې  او کار ول شوی هنر ډیر وستایۀ.

 دغه لیدنه په داسې حال  کې ترسره کیږي، چې  د هندوستان مسلماناند نریندرامودي  دحکومت له خوا له بې مخینې دباؤنو او ساډوبۍ سره مخ دي . ډیری شناندي او کارپوهان دغه ډیر دباؤنه  د هندوستان د خپلواکۍ له وخت راهسې تر دې هیڅ مخینه  نه لرونکي ګڼي.پخپله مودي  په نویمې لسیزې کې د هندوستان د ګجرات  صوبې کې د پراخو ناکراریو او بې ثباتیوپه وخت کې  چې د بابری تاریخي جومات د ړنګیدا او د سلګونو مسلمانانو دشهیدیدا سبب شوي ،د افراطي هندوانو  ددفاع کونکي په توګه ظاهر شو حال دا چې د ګجرات صوبې اعلی وزیر هم ؤ او داسې شکل  چې حتی امریکا ئې  د مسلمانانو د حقوقو په   چخڼي کولو کې د هغه د رول په دلیل  امریکاته له ورتلو ممنوع کړ، خو  په همداوروستیو کلونو کې امریکا یو ځل بیا پر درستو بشری حقوقو سترګې پټې کړي او له نریندرا مودي سره ئې دوستي جوړه کړې څو  اسلامی هیوادونو په تیره  بیا د پاکستان په ضد د یوه لَړم په  توګه ورڅخه کار واخلي .

په هندوستان کې د نریندرا مودي په مشرۍ بهارتیه جنتا پارټۍ واک ته په رسیدا سره هندی مسلمانان پخ بې مخینې ډول له وژلو ګواښ او ډول ډول جنایتونو سره مخ شوي چې دغه لړۍ هماغه راز دوام لري.د هند په ځينو صوبو کې  حتی په ښونځیو او پوهنتونونو کې د انجونو پر حجاب او سکارف هم بندیزونه ولګیدل او ډیری مسلمانان حتی ښځې او ماشومان هم له هنده د ویستلو او وژلو له  جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي ،ځکه بی جې پي ګوند دوي  هندیان نه ګڼي  او مدعي دي چې دوي یعني مسلمانان بنګله دیشي مهاجر دي.

د قاهرې د   الحاکم بامرالله  جومات پر مصر د فاطمیانو  د واکمنۍ په پړاؤ کې جوړ شوی او  مخینه ئې پنځمې قمري پيړۍ ته رسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4150432

captcha