ایکنا د پژواک له قوله راپور راکړ، دشانګهائي ملګرتیا موسیسې سرمشریزې ته چې د وبینار له لارې پرون دهندوستان په نوي دیلي کې ترسره شوه، پخپلې پرانېستونکې وینا کې د کوربه هېواد هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد و نه کارول شي.
هغه زیاته کړه د افغانستان وضعیت زمونږ د ټولو پر امنیت اغیزشیندلی دی. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د ملګرتیاموسیسې له غړو سره مشترکې دي. د افغانستان د خلکو د ښیرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو.
هغه له افغانانو سره بشري مرستې، افغانستان کې د ټولګډونې حکومت جوړیدل، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پرضد مبارزه او ټولو ته مساوي حقوقونه د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.
د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د سازمان غړي هېوادونه پر دې باور دي چې د غه موسیسه په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتنې او پیاوړتیا یو مهم فکتور په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز دولت په توګه د ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو نه د پاک افغانستان د جوړولو پلوي کوي.
ددغې موسیسې غړو هېوادونو په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي
په اعلامیه کې غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمه پالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.