ایکنا د پارس ټوډي د خبر له مخې راپور ورکوي چې د بلخ امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحی عابد وايي چې په دغه ولایت کې د عاشورا مراسمو امنیت لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې ګډ امنیتي ځواکونه ګومارلې دي.
یوشمېر اهل تشیع بیا د محرم په شپو او ورځو کې د دوی اړوند مراسمو کې د امنیتي چارواکو له حضور هرکلی کوي او د دوی شتون د یوه بل د منلو او ملي یووالي نښه بولي.
په ورته مهال بلخ کې یوشمېر نور اهل تشیع هم د عاشورا لپاره د امنیت له ټينګښت خوښي څرګندوني او په وینا یې، «تراوسه هېڅ امنیتي ستونزه نه ده پېښه شوې.»
بلخ کې امنیتي چارواکي داسې مهال په دغه ولایت کې د جوماتونو او تکیهخانو د امنیت ټينګښت ډاډ ورکوي، چې له دې وړاندې د اهل تشیع اړوند تکیهخانو او جوماتونو باندې خونړي بریدونه کېدل.