ایکنا د انګلستان د اسلامي مرکز له قوله راپور ورکوي چې، دغه مرکز د حسیني عاشورا په شپه او یو ساعت وروسته له پرانیستلو وروسته، د مختلفو ملیتونو د اهل تشیع او د حضرت سید الشهداء (ع) د عزادارانو د پراخ ګډون په مرکز بدل شو.
د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حضرت ابا عبد الله الحسین (ع) مینوالو په دې شاندارو مراسمو کې، د اهل بیت عصمت او طهارت علیهم السلام په ستاینې سره سینه ووهله.
حجت الاسلام و المسلمین سید هاشم موسوي په دې مراسمو کې د الهي آرمانونو په لاره کې وقار، آزادۍ او استقامت د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو له ځانګړنو څخه وګڼل او د ازادي غوښتونکو له سردار څخه پېروي یې د انسان د نېکمرغۍ د تضمین په توګه یاد کړ.
د انګلستان اسلامي مرکز چې په لندن کې د مختلفو قومونو د مسلمانانو د ټولنې یو له مهمو مرکزونو څخه دی، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د برتانیې د حکومت د اړوندې ادارې د اقدام له امله، ټول مذهبي، تعلیمي او کلتوري فعالیتونه یې درول شوي وو.
د مسلمانانو له پراخ غبرګون او پرلپسې قانوني تعقیبونو وروسته، د عاشورا له شپې راهیسې د دغه مرکز ځینې فعالیتونه بیا پیل شوي دي.