ایکنا د دنیا الوطن په حواله راپور ورکوي چې، د آذربایجان قاري او نعت ویونکی محمد دیبیروف، په خپلو ښکلو او بېلابېلو تلاوتونو سره په ټولنیزو شبکو کې مشهوره څېره ګرځېدلې ده.
د دیبیروف دا تلاوت له دې آیت څخه «وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ:
او په هغه څه سره چې ستا خدای درکړي د آخرت کور ولټوه او په دې دنيا کې خپله برخه مه هيروه او لکه څنګه چې الله له تا سره نیکې کړې، ته هم ښه وکړه او په ځمکه کې د فساد په لټه کې مه اوسه چې خداى فساد کوونکي نه خوښوي (قصص 77)، ۸ میلیونه ځله کتل شوی دی.
د دیبیروف په ښکلی غږ سره تلاوت، له هغه څه سره چې تراوسه د اوریدونکو په مینځ کې ډېر عام دی د ډېرو اورېدونکو پام ځانته اوړولی دی او پر دوی ډېره اغېزه کوي.
دیبیروف په ټولنیزو پاڼو کې ملیونونه تعقیبوونکي لري، چې د هغه ډېری ویډیوګانې شریکوي او د هغه غږ او تلاوت ستاینه کوي.
محمد دبیروف اوس مهال د حفص له روایت سره سم، سوره کهف ثبتوي ترڅو هغه په ټولنیزو پاڼو کې خپره کړي.