ایکنا د تسنیم له قوله رپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر په یوې خبرتیا کې په تهران کې د ۲۸ترهه ګرو دنیولو او د دیرشو ماینونو او بمونو دکشفولو اوشنډولو خبر ورکړ.
په دغې خبرتیا کې راغلي دي،امنیتی مامورانو د تهران په پر نفوسه مرکزونو کې په یو وخت د چاودونې دیرشو بمونو او ما ینونو دسییسه کشف او شنډه کړې ټول عوامل ئې هم نیولي دي.
د ایران د اطلاعاتو وزارت په دغې خبرتیا کې راغلي دي،دغه عملیات په وروستیو څو ورځو کې شوي دي اوپه تهران،البرز او آذربایجان ولایتونو کې به یووخت دغه عملیات د ترهه ګرو عواملو په مرکزونو او کورونوباندې شوي او دترهه ګرو چینلونو ۲۸وګړي نیول شوي دي.
همداراز په دغې خبرتیا کې راغلي دي، دغه عناصر د داعش جنایتکارې ډلګۍ سره اړونده دي او په سورئې او یا افغانستان،پاکستان او دعراق په کردستان کې له تفکیریانو سره دملګرتیا مخینه لري.
همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسلې،مهمات ،چاودیدونکي توکي او لاسی بمونه،ډیټونیټرز ، دځان مرګو جیکټونه او دغه راز سپوږمکیزې الیکټرانيکي آلې او ډول ډول ټایم بمونه چې امریکائي شرکتونو جوړې شوي دي ،کشف او ضبط شوې .