ایکنا د الکوفیه له قوله راپور ارکړ،په غزې تړانګې کې دخدای یوشمیر کورونه د وحشي صهیونیسټي رژيم په توغندوي حملو کې په کنډوالو بدل شوی دي
د غزې د روغتیائي چارو وزارت ادارې وئيلي دي ،چې د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل راهسې تر دې دمه کابو ۴۶۰ کسان چې څه دپاسه سل پکې ماشومان دي ،شهیدان شوي او کابو ۲۳۰۰نور کسان ټپیان شوي هم
داپه داسې حال کې دي چې له پرون راهسې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو په غزې تړانګې بې آمانه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې ښائي د شهیدانو شمیر به ورسره نوره هم زیات شي.دغه راز په غزې کې ئې په هرو پنځو ثانیو کې په څو څو ځایونو بمباریو ته دوام ورکړی دی. البته د مقاومتی چورلیز مبارزانو هم ددغو بمباریو په ځواب کې پر نیواکي ټاټوبو په لسګونو توغندی ورولي دي او وئيل کیږي، چې یو شمیر نور صهیونیسټان ئې هم نیولي او غزې ته ئې منتقل کړي دي .دانلود
https://iqna.ir/fa/news/4173882