ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د بغلان ولایت ځاي چارواکي وائي دغه چاودنه د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت شوې او وئيل کیږي، چې دا بم چاودنه ده. او ممکنه ده دشهیدانو شمیر نوره هم زیات شي.
په راپور کې وئيل شوي دي ددغې بوږنونکي پيښې پړه دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې خو خبرې سرچینې وائي له دې مخکې زیاتره چاودنې او ځان مرګي حملې چې په سلګونو لمونځ ګوزار د خداي په درګاه کې د سربسجود حالت کې پخپلو وینو کې لیت پیت کړئ شوي دي،د داعشیي تکفیریانو په وسیله شوي دي او پړه ئې هم په غاړه اخستې ده.
د افغانستان د طالبانو دحکومت اړونده مسئولانو وئيلي دي، ددغې پیښې عاملان هیڅکله هم له سزا نشی بچ کیدلی پلټنې روانې دي او ډير زر به ئې معلومات خلکو ته وړاندې شي.