IQNA

په سویډ کې دقراڼ د سپکاوی د تکراریدا مجوز بیا صادر شوی

7:25 - October 22, 2023
د خبر لمبر: 3488149
ایکنا-(سویډ) د سویډ حکومت یوځل بیا په دغه هیواد کې د قرآن کریم څو ځله سپکاوي کونکي عامل سلوان مومیکا ته  د قرآن کریم د سپکاوي کولو د تکراریدا مجوز ورکړی دی.

ایکنا نیوز د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، دسویډ د رسمي ریډیو ویبسایټ راپور ورکړی دی چې عراقي توکمه سویډي ښآریز سلوان مومیکا نیّت لري بیا  په سټاکهم کې  دقرآن کریم یوه نسخه وسوځوي.

 دغه ویب پاڼې  لیکلی دي ،د سویډ د فټبال  ددوو نندارچیانو  له  یوه اونۍ مخکې حملې سره سره مومیکا یوځل بیا په سټاکهم کې د قرآن کریم دسپکاوي  لپاره د یوې نوي غونډیدا  پلانونه ړې ده  او ددغه اقدام لپاره  له پولیسو مجوز هم ترلاسه کړی دی .

د سویډ لومړي وزیر اولف کریسټرسن  د داعش له خوا د بروکسل ترهه ګرې حملې په غندلو سره  چې د دوو سویډي ښاریزو  د وژل کیدا سبب شوې ،  خبرداری ورکړ چې سویډ په اوسمهال تاریخ کې  هیڅکله هم له دغه شان امنیتی ګواښ سره مخ شوی نه د ی .

کریسټرسن  ويلي دي ،ټول شواهد ښئ ،هغه څه چې پيښ شوي ، یوه ترهه ګره حمله  ده چې سویډ او دسویډ ښاریز ئې په نښه کړي دي بې له دې چې  له دې پرته چې سویډي ښاریز دي ، بل دلیل نه لري ، هغه زیاته کړه ، چې په دغه اقدام ډير خپه شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې  د سویډ حکومت او چارواکي  ئې  چې څو ځله ئې پخپل  هیواد کې  د قرآن کریم د سپکاویو پشمول ددغه شان اقداماتو د سیاسی او حقوقي ارزونې مدعي شوي دي ،خو په عمل کې  د اسلام په ضد له جنایتونو او د نړۍ د مسلمانانو داحساساتو  په لمسوَنې کې  ئې د آسماني کتاب قرآن کریم  او دنورو مقدساتو  د سپکاویو ملاتړ ته دوام ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4176744

captcha