ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیاموسیسې عمومی منشی حسین ابراهیم طه په یوې اعلامیې کې د ډنمارک د پارلیمان ددغه اقدام قدرونه او هرکلی وکړ او دغه اقدام ئې یو مهم ګام وباله.
هغه په دغې اعلامیې کې ووئيل، دډنمارک دپارلیمان دغې فیصلې په ځینو آروپائي هیوادونو :ې د بیان د آزادۍ په پلمه د محصف شریف د نسخو د بې احترامۍ او سوځولو دوامداره لړۍ واخسته او حقیقت ئې روښانه کړ.
د اسلامی ملګرتیام موسیسې عمومی منشي زیاته کړې ده ، د ډنمارک د پارلیمان تصویب شوی قانون،د دینونو د پيروکارو ،ملتونو اوټولنو ترمینځ د سازګارۍ ، دوسۍ ،همدرددئ او په ګډ سوله ایز ژوند کې د مؤثرو دنیی نفرتونو له خورولو ، دمقدسو متنونو او قرآن کریم له سپکاویو سره د مقابلې لپاره د ترسره شوو هلوځلو په دوام کې یو مثبت ګام دی.
د ډنمارک پارلیمان دتیرې پنجشنبې په ورځ د قرآڼ کریم او مقدسو کتابونو د سپکاویو او سوځولو د جرم بللو د قانون مسوده، د ۱۷۹ رایو څخه په ۹۴مثبتو رایو سره د ۷۷ منفی رایو دمخالفت په مقابل کې تصویب کړه.
ددغه نوی قانون په اساس، چې د ډنمارک دپارلیمان زیاتره نمایندګانوملاتړ ورسره دی ،په دغه هیواد کې\ د قرآڼ کریم او دبل مقدس کتاب بې احترامي او سوځول او نورو دینی ارزښتونو د سپکاویو په موخې سره ناخوښ او ځيږ چلند کول ممنوع کیږی.
دهغه څه په اساس چې د ډنمارک په پارلیمان کې تصویب شول، ددغه قانون خلاف ورزی کونکی به نغدې جرمانې او تر دوو کلونو زندان سزا باندې محکوم کیږي.