IQNA

د هندوانو د نوي رام مندر په افتتاح د هندی مسلمانانو اندیښنه زیاته شوې

10:17 - December 23, 2023
د خبر لمبر: 3488459
ایکنا- هندی مسلمانان چې په ایودیا کې دهندوانو دلوی معبد یا مندر په شاوخوا کې ژوند کوي، مخکې له دې چې دغه معبد افتتاح شي، ددغه اقدام په نتیجو اندیښمن شوي دي.

ایکنانیوز   الشرق الاوسط له قوله راپور راکړ، صفی محمد یو هندی خیاط یا درزي دی  چې دنورو ډيرومسلمانانو په شان نیّت لری،خپله میرمن او دوه زامن  له دې مخکې چې راتلوکی میاشت په لسګونو زره هندوان د هندوانو د یوه ترټولو مقدس عبادت ځای ایودیا ته راشي ، لیرې ځای ته ولیږي.

 دغه درَمسال په داسې ځای کې جوړ شوی دی چې هندوان باؤري دي د دوي د خدای رام  زیږنځای دی او دمغلو پهوخت کې دلته یو جومات ؤ  چې د صفی محمد  لپاره ئې ډيرې تراخې خاطرې یادوي.

دغه ۳۸کلن مسلمان وائي،یادییږی مو هغه مهال چې یوې افراط پالې هندو ډلې بابری جومات د ۱۹۹۲ کال په دسمبر کې په کنډوالې بدل کړ او په درست هیواد کې د تاؤتریخوالو اومرګ ژوبلو سبب شو،داسې تاؤتریخوالي چې  کابو دوو زرو څخه زیات مسلمانان پکې و،ژل شول  اوپه وژل  شوو کې دهغه خپلوان هم وو.

هغه په داسې حال کې پخپل کور کې پر خپل خیاطي باندې چې په څو میټرو کې ورسره دغه معبد دی، کار کوي، وائي، دهغه کورنۍ   له مخکې له ډيرو جنجالونو اکړاؤنو سره مخ شوې ده ، هر شی ممکن دي  او په هروخت کومه پيښه رامینځةکیدلی شی.

 د هندوستان په شمال کې  په اوترپردیش صوبې کې واقع په  آیودیا کې کابو درې میلیون خلک ژوند کوي،چې له هغو کابو پنځه لکه مسلمانان  دي.

چارواکي وائي ،د تازه جوړ شوي  رام مندرمعبد په شاوخوا سیمې کې  په لسو کې یوه برخه مسلمانان ژوند کوي. ځيني اوسیدونکي وائي ، چې تراوسه پورې له هندوانو په تیره بیا د دوي دغه زیارت ته  له راتلونکو  ویریږي، ځکه  هره یوه پييښه  په یوه لوی تاؤتریخوالی بدلیدلی شي. کابو لسو نورو مسلمانانو هم ووئيل  چې نیّت لری د مندر له افتتاح مخکې چې ټاکل شوې ده دجنورۍ په ۲۲نیټه ترسره شي، خپلې کورنۍ له دغه ښاره بهرد خپلو قبیلو کورونو ته لیږي.

پروزیر احمد قاسمي چې په ایودیا کې یوه مذهبی مدرسه اداره کوي او درې لسیزې مخکې په بلواؤ کې ئې هم یو خپلوان له لاسه ورکړی ؤ وائي،مونږ اټکل نشو کولی چې په مخکیني پړاؤ کې یا له افتتاحیه پروګرامه وروسته څه پیښږي. دسیمې خلک تر ډیره حده ویریدلي دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4189115

captcha