IQNA

د هندی کشمیر په سرینګر جومات کې د جمعې لمانځه د قایمولو ممنوعیّت ختم شو

13:39 - December 24, 2023
د خبر لمبر: 3488465
ایکنا د هندی کشمیر د سرینګر په جامع جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کولو  له لس اونیو ممنوعیّت وروسته ، هندی چارواکو  په دغه جومات کې د جمعې لمونځ د ترسره کیدا  اجازت ورکړ.

ایکنا نیوز  د اینډیّن ایکسپریس  له قوله راپور راکړ، د سرینګر د جامع جومات  د اوقافو  ټولنې  اعلان کړی  له لس اونۍ چټي کیدا وروسته  چارواکو  په دغه جومات کې د جمعې لمونځ د ترسره کیدا اجازت ورکړی دی.   په جومات کې پ هره جمعه په سلګونو خلک په جمې لمانځه کې ګډون کوي.

په عین حال کې  ددغه جومات امام میر واعظ عمرفاروق  ته د جمعې لمانځه د امامت اجازت ورنه کړل شو.

 دغې ټولنې  د پرله پسې یولسمې اونۍ  لپاره د  جمعې لمانځه په شان د یوې مهمې فریضې  دترسره کولو لپاره  میر واعظ مولوي محمد عمر فاروق ته  د اجازت نه ورکولو پر حکومتی فیصلې  خپګان ښودلی  دی . هغه  له څلورو کلونو وروسته  په کور کې له بندي کیدا  د ستمبر په ۲۲ نیټه خوشی شوی دی  او له اکتوبر میاشت څخه  په جامع جومات کې د لمانانځه د قایمولو اجازت نه دی ورکړل شوی.

دغه انجمن پخپلې  اعلامیط کې وئیلی دي، میرواعظ   دخپلورسمي دینی مسئولیّتونودترسره کولومجاز  نه دی او  چارواکو  ددغو محدودیّتونو لپاره هیح دلیل  نه دی وړاندې کړی.

دکشمیر دجوماتونود  مدیریت کمیټې اعلان کړی دی ، د پرله پسې یولسمې  جمعې لباره د میر واعظ نیول کیدا ، د اوقافو د انجمن  او خلکو  جدی اندیښنه  راپاریدلې ده او د  به دغو خپل سرو اقداماتو د دوي احساسات داغي شوي دي.

د جومات له چټي کیدا مخکې  حریّت ټولنې  چې د کشمیر ګوندونه په کې شامل دي ، د میرواعظ مولوی عمر فاروق په مشرۍ ئې  اعلامیه صادره کړې وه چې په هغې کې په غزې کې د اسرائيلو  په جنایتونو او د  عامو فلسطینیانو په قتل عام سخت خپګان او غم رازی ښودل شوې وه .میر واعظ وئیلی وو،  چې پر فلسطینیانو سخت ظلم  شوی او په دغه جنګ کې د  صهیونیسټي رژيم د وحشیتوب قرباني شوي دي.

د میرواعظ عمرفاروق  دجمعط لمانځه  په خطبو کې تل  دفلسطین اواسرائیلودنښتو موضوع  مطرح کیدله او  په حکومت کې ځينی سرچینې مدعي شوي چې  چارواکي د کشمیر په جمعې لمانځه کې ددغې موضوع په مطرح کیدا اندیښمن دي.

باید ووئيل شي ، چې  څلور کاله مخکې د هندوستان حکومت  ددغه هیواد د اساسی قانون  د ۳۷۰ مادې په لغوه کولو سره د  کشمیر کورواکي لغوه کړې او   په دغې سیمې کې ئې  پوځي حکومت اعلان کړی دی.تراوسه پورې  ددغې سیمې په سلګونو  کسان نیول شوي او یا له اجتماعي فعالیتونو څخه محرومه کړئ شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4189399

captcha