IQNA

د قدس په ورځ په الاقصی جومات کې پر لمونځ ګوزارو په اوښلن ګیس سره د وحشي صهیونیسټانو حمله(فیلم)

15:08 - April 06, 2024
د خبر لمبر: 3489003
ایکنا- جنایتکارو صهیونیسټي پوځیانو د قدس د نړیوالې ورځې په سهار په هغو لمونځ ګوزارو باندې چې په الاقصی جومات کې د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې یعني جمعةالوداع  د سهار لمانځه د اقامې لپاره  حاضر شوي وو، په اوښلن ګیس سره حمله وکړه.

له دې مخکې وحشي صهیونیسټي ريژم  د رمضان المبارک په وروستۍ جمعې ورخې په الاقصی جومات  او نیواکي قدس کې د حالاتو د کنټرولولو لپاره  د درې زره شپږ سوه پوځيانو د لیږد خبر ورکړی ؤ. وروستي راپورونه ښئ چې  په الاقصی جومات کې د جمعةالوداع  د لمانځه د اقامې لپاره  څه دپاسه شپيته زره  کسان  حاضر شوي وو.

 ځاي سرچینو وئيلي دي ، چې  په لمونځ ګوزارو د صهیونیسټي پوځيانو له حملې وروسته د  الاقصی جومات په انګڼ کې په زرګونو فلسطنیانو   د غزې تړانګې  او دالاقصی جومات په ملاتړ کې شعارونه ورکړل.

د عینی شاهدانو په وینا،  د صهیونیسيټ رژيم د یوه ډرون په وسیله  اوښلن ګیس  چې  د  جومات د پاسه ئې الوت کاوه، وپآښه. دوي دغه راز ووئيل، چې   وروسته د الاقصی جومات صحنونو ته آرامښت بیرته  ستون شو  او کراری شو.

د صهیونیسټي رژيم حکومتي سرچینو  تر وروستیو پورې پر لمونځ ګوزارو د اوښلن ګیس  د پاښلو  د دلیلونو په باب څه نه دي وئيلي.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د بیت المقدس  د اسلامی اوقافو  ادارې  په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي ، نن په الاقصی جومات کې څه د پاسه شپيتو زرو  کسانو  د جمعې سهار لمونځ  اقامه کړ او دغه راز  کابو اتیا زرو څخه زیات کسانو  په  الاقصی جومات کې د جمعةالوداع  ورځې د لمانځه په  قایمولو کې ګډون کړی دی.

سږکال  د روژې دمبارکې میاشتې تر ټولو وروستۍ جمعه  د رمضان د میاشتې د ۲۶- ۲۷ له شپې سره  برابره شوې ده ،دا یوزینۍ شپه ده چې  په ټول کال کې د الاقصی جومات دروازې ټوله  شپه  ورځ د لمونځ ګوزارو په وړاندې پرانیستي  وي.

https://iqna.ir/fa/news/4208704

captcha