IQNA

د ؛العمید؛ قرآڼ نړیوالې جایزې غوره کسانو د قاضیانو له پلاوي سره غونډه (انځورونه)

7:39 - April 14, 2024
د خبر لمبر: 3489043
 ایکنا – عباسی مقدس آستان، د  ؛العمید : قرآن کریم د نړیړوالې جایزې غوره کسانو او ددغو سیالیو د قاضیانو د پلاوي او د عباسي مقدس آستان د مسئولانو په شتون سره په کربلا معلی کې یوه غونډه ترسره کړه.

 

د عباسی مقدس آستان مرستیال عمومي منشي  انجنئير عباس موسی احمد  ددغو سیالیو په باب ووئيل، دعباسی مقدس آستان دارالانشاء له هغو ادارو چې د العمید نړیوالو سیالیو په بریالۍ ترسره کیدا کې ئې رول درلود ،ستاینه او قدرونه وکړه.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه سیالۍ په عراق کې پخپل ډول کې بې مخینې دي ،ووئيل، دغو سیالیو  د  عراق  د خلکو په روح باندې ډيرې اغیزې شیندلي دي.

 په  همدې لړ کې د عباسي آستان د قرآني پروژو دم رکز مدیر سید حسنین الحلو  هم ووئيل،  د عملي ټولګې مدیریّت  فیصله کړې ده ،د ځوانانو او سړیو پشمول له لومړي تر دریم مقام ګټونو او دقاضیانو د پلاوي او دهغو کسانو لپاهر  چې  په دغو لویو سیالیو په بریالیتوب کې ئې  رول درلودلی دی ، یو سمینار ترسره کړي . دې ته په پام سره چې  دغه سیالۍ د عراق او او دنورو  کابو ۱۵سپوږمکیزو چینلونو څخه  خپرې شوې.  

هغه ووئيل، عملي ټولګه به هڅه وکړي، چې د مصر ،ایران، اوعراق هیوادونو ګټونکي  د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د حرم د صحن  د قرآن په ختم کې  تلاؤت وکړي او همداراز  په نورو فعالیتونو کې به ګډون وکړي.پر دې سربیره ، نوره غونډې هم د قرآن کریم د علمي ټولګې سره  په اړونده قرآني پروژو کې  مرکز کې ترسره کیږي.

الحلو په دوام کې ووئيل، دغو سیالیو په سپومکیزو او  ټولنیزو چینلونو کې ډير زیات کتونکي او کمنټونه درلودلي  او ډير زر به د ترسره کونکو  په هیوادونو کې له مختلفو غبرګونونو څخه د خبریدا لپاره  له دوي سره غونډې ترسره کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4210089

 

captcha