IQNA

اسلامي نړۍ دې د اسرائیلو د ګډ ګواښ پر وړاندې سره متحده شي

اسلامي نړۍ دې د اسرائیلو د ګډ ګواښ پر وړاندې سره متحده شي

 د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم  زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
14:50 , 2026 Aug 09
بن‌ګوېر د فلسطیني بندیانو قرآنونه ضبط کړل

بن‌ګوېر د فلسطیني بندیانو قرآنونه ضبط کړل

ایکنا- د وحشي صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت د وزیر په امر، د نقب زندان کارکوونکو پر دغه زندان د برید پر مهال د فلسطینيو  بندیانو د قرآن کریم نسخې ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله.
15:36 , 2026 Aug 08
حسینی اربعین؛ د قرآن د معارفو د نړیوال کیدااو د مقاومت د جبهې د حقانیت د بیانولو په زړه پورې فرصت دی

حسینی اربعین؛ د قرآن د معارفو د نړیوال کیدااو د مقاومت د جبهې د حقانیت د بیانولو په زړه پورې فرصت دی

ایکنا-  د قرآن کریم یو  تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني  پلي‌ لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو  په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا  نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
15:29 , 2026 Aug 08
 په مکه کې د زر کلن قرآن کریم نسخه نندارې ته وړاندې شوه

 په مکه کې د زر کلن قرآن کریم نسخه نندارې ته وړاندې شوه

ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه چې څه باندې زر کاله وړاندې لیکل شوې، په دې وروستیو کې په مکې مکرمې کې نندارې ته وړاندې شوه.
15:18 , 2026 Aug 08
په مکې مکرمې کې د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ پیل شوې

په مکې مکرمې کې د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ پیل شوې

ایکنا- په مکې مکرمې کې د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر  په باب د  ملک عبدالعزیز د نړیوالو سیالیو ۴۶  پړاو پیل شوی دی .
15:08 , 2026 Aug 08
د کتارا د قرآن نړیوالو سیالیو د لسم پړاو جزئیات اعلان شول

د کتارا د قرآن نړیوالو سیالیو د لسم پړاو جزئیات اعلان شول

ایکنا- په قطر کې د  کتارا  فرهنګي بنسټ د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د  کتارا جایزې  د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو ټيلیویژني سیالیو په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د نوم‌لیکنې د فرصت تر څنګ، د دغو سیالیو نور جزئیات هم اعلان کړل.
13:58 , 2026 Aug 08
د اربعین په ورځ د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم روحاني فضا(فیلم+انځورونه)

د اربعین په ورځ د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم روحاني فضا(فیلم+انځورونه)

ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه ‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو  مینه‌والو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
15:11 , 2026 Aug 06
د اربعین زائرانو د کربلا د «الکفیل» میوزیم تود هرکلی وکړ

د اربعین زائرانو د کربلا د «الکفیل» میوزیم تود هرکلی وکړ

ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربه‌توب کړی دی.
14:49 , 2026 Aug 06
 د شهیدانو جنازو د وحشيصهیونیستي رژیم د بې‌سارو جنایتونو انځور وړاندې کړ

 د شهیدانو جنازو د وحشيصهیونیستي رژیم د بې‌سارو جنایتونو انځور وړاندې کړ

ایکنا- د فلسطین د مقاومت کمېټوپه یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د غزې د خلکو له خوا د هغو شهیدانو د جنازو ستر مراسم، چې درې کاله وروسته خاورو ته وسپارل شول، د فلسطین د ملت پر ضد د نسل‌وژنې جنګ د وحشتناکو اړخونو ژوندی سند او د صهیونیستي رژیم د بې‌ساري جنایتونو نه انکارېدونکی ثبوت دی.
14:29 , 2026 Aug 06
عراقي نجلۍ په ۴۳ ورځو کې ټول قرآن کریم  حفظ  کړ

عراقي نجلۍ په ۴۳ ورځو کې ټول قرآن کریم  حفظ  کړ

ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زده‌کړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
14:07 , 2026 Aug 06
د حسینی اربعین په  ولسی لاریون کې  ۲۲ میلیون زیارتوالو ګډون وکړ

د حسینی اربعین په  ولسی لاریون کې  ۲۲ میلیون زیارتوالو ګډون وکړ

ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون  زیارتوالو ګډون کړی دی.
13:51 , 2026 Aug 06
د حسینی اربعین مراسمو په امریکايي اسوشیټډ پرېس رسنۍ کې پراخ انعکاس درلودلی

د حسینی اربعین مراسمو په امریکايي اسوشیټډ پرېس رسنۍ کې پراخ انعکاس درلودلی

ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له  له پراخ انعکاس او پوښښ  سره مخ شوې ده.
13:34 , 2026 Aug 06
د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې

د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې

ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول  سرزوري  کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره  د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
08:14 , 2026 Aug 05
د حسینی اربعین زیارت په نړۍ کې د سولې د پراختیا لپاره د همغږۍ او یووالي سمبول دی

د حسینی اربعین زیارت په نړۍ کې د سولې د پراختیا لپاره د همغږۍ او یووالي سمبول دی

ایکنا- د نایجریا د اسلامي غورځنګ یوه لوړپوړي غړي وویل، د حسینی اربعین زیارت د همغږۍ او عامه ډیپلوماسۍ یو څرګند سمبول دی، چې له فرقه‌پالنې، نژادپالنې او نورو ننګونو څخه په ډکې نړۍ کې د سولې د فرهنګ د پراختیا لپاره مهم رول لري. د هغه په وینا، دا معنوي مراسم د بشریت ترمینځ همغږي، متقابل تفاهم او یووالی پیاوړی کوي.
07:54 , 2026 Aug 05
په انډونیشیا کې د قرآني مطالعاتو په برخې کې د ایران علمي ظرفیتونه معرفي شول

په انډونیشیا کې د قرآني مطالعاتو په برخې کې د ایران علمي ظرفیتونه معرفي شول

ایکنا- په انډونیشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار، د «څنګه په ایران کې زده‌کړه وکړو؟» تر سرلیک  سره په یوې تخصصي غونډې کې، چې د ایران، ملایشیا او مصر د استازو په ګډون د اندونیزیا د دیني چارو وزارت د قرآن کریم د ژباړې او خپرونې په مرکز کې جوړه شوې وه، د قرآني مطالعاتو په برخه کې د ایران علمي، څېړنیز او فرهنګي ظرفیتونه معرفي کړل.
07:37 , 2026 Aug 05
4 5 6 7