ایکنا- د ویتنام هیواد په هوشی مین ښار کې د جامع الاسلامیه جومات چې د ښار په مینځ کې د خپل شین ډوله رنګ او د کلا په څیر په معمارۍ سره ځلیږي، د مسلمانانو د ټولنې لپآره د عبادت د یوه مقدس ځاي څخه ورآخوا یو شی دی. دغه جومات د جمعې لمانځه له اقامې رانیولې ، د ماشومانو لپاره د مازدیګر مهال تر کلاسونو پورې یو داسې ځاي دی چې په هغه چې ایمان ، کلتور، او د اجتماعي پیوندونه له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي.