IQNA

که د ملی قدرت د ورزرو د غوڅولو اجازت ورکړل شوی وائ ، نو اوس به هیواد له سترو خطرو سره مخ ؤ

14:52 - March 10, 2022
د خبر لمبر: 3485517
تهران (ایکنا)- د اسلامی انقلاب سترلارښودد رهبرۍ د خبرګانو د شورا له  مشر او غړوسره په کتنې روښانه کړه ، که هغو کسانو ته چې غوښتل ئې ، د ملی قدرت ځیني برخې غوڅې کړي، ددغه کار اجازت ورکړل شوی وائ،نو اوس به له داسې سترو خطرو سره مخ کید،چې دخداوندمتعال په ارادې او مهربانۍ سره ددغو وړاندیزونو دعملی کیدا امکان رابرسیره نه شو .

ایکنا خبري آژانس د رهبرۍ دسایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له مشر او غړو سره په کتنې کې د ملی قدرت او قوت د تړلو ټولګې د عناصرو په بیانولو سره،له ولس سره اړونده د مسائيلو او معیشت موضوع مهمه وبلله او بر خلکو او شخصیّتونو باندې د اغیزو دشندلو او برمته کونې لباره ددښمنانو سخت او نرم آوزاري  جنګ ته په اشارې سره وفرمائيل ، ددغه پيچلی جنګ علاج، د اسلام پر لوړو او ژورو معارفو او مفهومونو باندې په تکیې او د ماډرن سافټ وئيرپه رودو سره  تشریحي جهاد دی .

دوي همدرااز د شعبانیه اخترونو په تیره بیا د نیمه شعبان د اختر په مبارکۍ وئيلو سره دغه نیکمرغه اخترد انساني تاریخ د هیلو دغوړیدا  او ځلیدا ورځ  وبلله او د شعبان میاشتې معنی عظمت او د شعبانیه مناجاتو لوړو مضمونونو ته په اشارې سره زیاته کړه،حضرت امام خمیني له دعای کُمیل  او شعبانیه مناجاتو سره ډيره مینه درلوده او هیله مند یوو ، خداوندمتعال په درستو روحي ظرفیّتونو سره،ددغې مبارکې میاشتې لازیات برکتونه او رحمتونه  راډالۍ کړي .

حضرت آيت الله العظمی سیدعلی خامنه اي  دخبرګانو شورا ، داسلامی نظام په پیاوړتیا کې یو مهم رول لوبونکی اورګان وبالۀ او وې وئيل،  دخبرګانو د شورا پشمول درست قانوني اورګانونو او ادارو د اغیزشیندنې شرط،د هغو دندود او حدودو پر اساس دی چې اساسی قانون ددوي لپاره مشخص کړي دي.دوي همداراز د حکومت او پارلیمان پشمول نوره ادارې هم په قانوني ضوابطو باندې عمل ته پابنده وبللې او وې وئيل،حکومت ابید دپارلیمان د قوانینو پیروي وکړي او  پارلیمان هم مطلقا،د اجرا په کار کې وارد نه شي.

 داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز د نظام پیاوړتیا او مضبوطیا، د ملی قدرت او قوت لامل وبلله او وې فرمائيل ؛ملی قدرت د هر یوه هیواد لپاره حیاتي دی  او هرملت که   دخپلې ارادې په اساس له حیاتي سرچینو  استفاده ،خپلواکي  او سرلوړي   او د نورو د غوښتنو په  مقابل کې دریدا غواړي ، نو باید پیاوړی شي،که داسې نه وي ، نو د ویرې او ذلت او کمزورتیا په حال کې به تل  پرَدَیو ته د تمو په فکر کې وي . داسلامی انقلاب ستر لارښود ملی قد رت په یوه بل پسې تړلي مرکبی چاره وبلله او د دوي د ارکانو په بیانولو سره ئې ووئيل ،ساینس ا و ټيکنالوجي  او آزاد فکري  او لیدتوګه او تفکر،د ملی قوت د ارکانو برخه ده او که آزاد فکري او فکري پرمختګ نه وي،نو ساینساو ټیکنالوجي هیڅکله هم غوټه پرانیستونکي نه دي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز د دښمن لاسونو ته د پلمو د نه ورکولو لپاره له سیمه ایز شتونه د ډډه کولو او یا په ایټمی زمینې کې له علمي پرمختګه د مخ اړولو په څير وړاندیزونه،ملی قدرت او قوت ته تاوان رسول وبلل او وې فرمائيل؛سیمه ایز شتون مونږ ته د سټراټژۍ ژورتیا او  لازیات ملی قدرت او قوت راپه برخه کوي ، نو ولې ورڅخه مخ واړوو .؟ ایتمي علمی پرمختګ هم په نزدې راتلونکي کې د هیواد د اړتیاؤ له تامینولو سره اړوندیږي  او که ورڅخه  مخ واړوو ،نو  څو کاله وروسته  بیا په چاپسې او  چرته لاسونه اوږدۀ کړو ؟. 

دوي دغه راز له بندیزونو څخه دخوندي پاتیکیدا لپاره د امریکا یا بل هر یوه قدرت په وړاندې سرټيټی ،یوه ستر تیروتنه او سیاسی قدرت ته ستر ګوزار وبالۀ او د یوه بل مصداق په بیانولو کې ئې ووئيل،د هغه چا له وړاندیزه چې،وائي وددښمن د حساس نه کیدا لپاره دفاعي قدرت کم کړو ،لاساده  او کم عقله  وجود نه لري .

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په صحنو کې د خلکو د شتون بې بدیله اغیزې،د خلکو برمته کولو لپاره دشیطانانو د هڅې علت وبلۀ و وې وئيل ، شیطانان ،په رسندوئي آوزار سره تل د بې اساسه خبرو او د دروغو په دودولو بوخت دي څو دعمومي افکارو په نفس د اعتماد او ایمان په کمولو سره،ملت مایوس اونهیلی کړي ،خو دغه میړني او ځير ملت ښودلې ده چې هیڅکله هم ددښمنانو په دوکو او سرو شنو رنګونو او ځلوبو نه غولیږي .

ددغې کتنې په پیل کې د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر آیت الله جنتي او ددغې شورا مرستیال مشر حجةالاسلام رئيسي په دغې ناستې کې د استازو د نظرونو او څرګندونو  په تیره بیا ددوي د اقتصادي او کلتوري اندیښنو په هکله یو راپورهم وړاندې کړ.  

https://iqna.ir/fa/news/4041867/اگر

captcha