ایکناخبری آژانس د الجزیرې له قوله راپور راکړ، یو سل اتیا منټیز هندي فلم چې د هندی افراطي لومړي وزیر له هرکلی سره مخ شوی ، تیره اونۍ په دغه هیواد کې دسینما په پردې نندارې ته وړاندې شو .
دغه هندي فلم د هغو زده کونکو د خیالي کیسې ښودنه کوي چې متوجه کیږي ، خپل هندو مور پلار ئې کشمیري وسلوالو په لاس وژل شوي دي او په هغې تصادفي پيښې چې نیکانو ورته وئيلی دي نه دي وژل شوي .
دغه فلم د هندي حکومت په ضد د ۱۹۹۸کال بغاوت روایتوي ، چې په هغه کې ، په لکونو خلک کشمیر پریښودو ته مجبوره شوي دي ،له هغو ډيری هندوان وو چې په کشمیري پنډتانو مشهور وو . له هغو ځیني اوس هم په هندي مسلمان میشته کشمیري سیمې کې ژوند کوي .
کرکتونکي اونیوکه کونکي وائي ، چې دغه فلم ، دپرَدیو دحقایقو په اساس دی او هندي مسلمانان حتی له هندی کشمیره بهر خلک هم په نښه کوي . ډير خلک دغه فلم د ددیني بهیرونو د دوه قطبی کولو شاهدان ګڼي چې نریندرا مودي قدرت ته له رسیدا وروسته ورته لمن وهلې ده .
په سوشل میډیا کې ډیری ویډیوګانې خپرې شوي چې ښئ ، خلک د په سینماګانو کې کرکه رامینځةکونکي شعارونه ورکوي او د مسلمانانو په ضد درکرکې او نفرت د خورولو بلنې ورکوي .
ډیره کرکتونکي او نیوکه کونکي په فلم کې د مسلمانانو په ضد نفرت اچونکي او تاؤتریخجنې څرګندونې محکومي او پوښتنه کوي ، چې ولې حکومت ددغه شان اقداماتو د عاملانو په ضد اقدامات نه کوي .