IQNA

په هالیووډ کې د مسلمانانو په ضد د اقدام د توجیه لپاره له اسلامه د ویرولو هڅه کیږي

14:13 - July 25, 2022
د خبر لمبر: 3486020
ایکنا-(تهران)له اسلامه د ویرولو په پروسې کې د هالیووډ رول ډیرو پراخو څيړنو ترسره کولو ته اړتیا لري او عمومي افکارو ته د دوکه وروکولو او پر دوي د اغیز شیندنې لپاره د امریکا داستخباراتی ادارو د استفادې وړ رودو ښودنه  کوي.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،سلیمان صالح په یوې مقالې کې د امریکا د حکومتي سسټم او د واکوالانو دموخو د تحقق په لړ کې له اسلامه د ویرولو  په رامینځةکولو کې د امریکا د هالیووډسینمائي درول  ارزونې ته  مخه کړې او په مشخص ډولد دویلیّم فریډکین په ډیریکټرئ سره د؛د نښتو مقررات؛  Rules of Engagement))نومې فلم  سپړلي دی .

د نښتو د مقرراتو نومې فلم ( Rules of Engagement )چې په ۲۰۰۰کال کې جوړ شوی دی،د مسلمانانو یو منفي عکس انځوروي څو ددوي په هیوادونو د امریکاتیري توجیه کاندي او په صنعاء کې د امریکا دسفارت په وړاندې ئې کیسه پيلیږي، داسې ځاي چې یو شمیر اعتراض کونکي د امریکاپه ضد مظاهره کوي او ددغه هیواد دسفارت په لور کاڼي او د لاس سره جوړ شوي بمونه ورګوزار کوي .

 په دغه فلم کې دعربانو داسې انځور  وړاندې کیږي،چې ګواکې د دوي وژل ضروري او د توجیه وړ دي .حتی که یو ماشوم هم وي نو د مرګ  مستحق دی .

په دغه فلم کې هڅه شوې ده څو د کیسې اتل او قهرمان چې د ویتنام په جنګ کې یو حاضر پوځي دی،یو دانا او حکیم کس وبریښوي چې یوازې له ځانه ددفاع لپاره دی چې  دیمن والو د وژلو  فرمان صادروي .

فلم جوړونکو ددې لپاره چې دعربانو یو منفي تصویر وړاندې کړي،د یمن پلازمینه صنعاء ئې د یوبشپړ وروسته پاتې او له تمدنه لیرې ښار  انځورکړی چې خلک ئې غیر متمدن او وروسته پاتې ښودل شوي دي،هغه کسان چې په دایمي توګه  یوازې له تاؤتریخوالی سره ګروهنه لري او په همدې دلیل ده چې  ددوي ژوند به هیڅ اهمیّت ونه لري .

په دغه فلم کې هڅه شوې ده څو دسیمې جغرافیا،تاریخ او اوسیدونکي داسې له یوه بل سره ګنډلي اواړونده وبریښوي،څو له دې لارې دهالیووډ سینما د اصلي کیسې لپاره یوه مقدمه  پيدا کړي،یعني د اسلام او وروسته پاتیوالي ترمینځ ارتباط:::ددغه شان ذهنیّت له وړاندې کونې سره ده چې ددغه فلم مخاطب،د فلم په پيل کې او په صنعاء کې د امریکا د سفارت په وړاندې له اعتراض کونکو سره چلند د توجیه وړ وګڼي او د اسلام او مسلمانانو څخه هغه انځور ته ورسیږي،چې د فلم جوړونکي او ډایریکټر ئې غواړي .

 https://iqna.ir/fa/news/4073111/اسلام‌هراسی-

captcha