IQNA

قرآني سپارښتنې (23)

د غوسې کنټرولول د ایماندارو یوه نښه ده

11:19 - August 02, 2022
د خبر لمبر: 3486055
 ایکنا-(تهران) د ایماندارو یو ترټولو اساسي صفت چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده،دغوسې کنټرولول ا و بخښل او نورو سره نیکي کول دي چې په درو پرله پسې مرتبو کې سره ډير نزدې ارتباط لري .

غوسه یو انساني صفت دی چې په مختلفو موقعیّتونو کې رابرسیره کیږي  او  ناخوښې نتیجې ئې د بداخلاقیو  په پراخې لمنې کې  په تیره بیا په ټولنو او د انساني ارتباطاتو په زیاتیدا کې رابرسیره کیږي.کینه ، مختلفې شخړې،په اجتماعي اړیکو کې خارپار،د دښمنیو غلبه  هغه موردونه دي چې د زغم په ختمیدا سره رابرسیره کیږي.

د غوسې د کنټرولولو دمهارتونو منتقلول  او دزغم زیاتیدا هغه موردونه دي چې په دغه شان حالاتو کې وړاندیز کیږی،په دیني تعلیماتو کې هم د یوه مومن انسان یوه ځانګړنه ،د غوسې ختمول او کنټرولول  ذکر شوي دي ، چې  د ورپسې چلندونو له لړۍ سره ،دغوسې آثار له مینځه وړي .

«الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّ‌اءِ وَالضَّرَّ‌اءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّـهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ؛ خلک د شتمنیو او تنګڅې په وخت انفاق کوي، او خپله غوسه ختموي، او دخلکو له غلطیو تیریږي، او خداي  له نیکو کسانو سره مینه کوي ::( د آل عمران سوره ۱۳۴آیت)

په دغه آیت کې د هغو پرهیزګارو ځیني صفتونه چې  په الهي مغفرت پسې دي ، پههغو کې د غوسې کنټرولول بیان شوي دي. دپام وړ ټکی  چې  ددغه آیت مفسرانو ورته اشاره کړې ده ،د هغو چلندونو لړۍ ده چې د غوسې د مناسب کنټرول سبب کیږي.  په مخکینیو آیتونو کې  د سود یا ربا په محکومیدا پسې،دغه آیت  دانفاق ،بخښنې  او تعاون او مرستې ستائي .

د آيت لومړنۍ اشاره ؛ ځیني کسان په توانمنۍ او ټنګڅې کې   انفاق کوي؛ دغوسې د کنټرولولو لپاره یوه مقدمه او سریزه ده . داسې چې دټولنې لپاره خیر غواړي کسان ،دنورو دتوانمنیو اوکمزورتیا څخه سم درک ولري او لازر  بخښل کوي .

همداراز هغه درې ګوڼه مرحلې  چې  دغوسې په کنټرولولو سره پیلیږي،د پرهیزګارانو لپاره یوه نښه  ذکر شوې  ده.د نورو ناسمو کارونو سره په ارتباط کې  لومړي ځل، دغوسې زغمل دي  او دوهمه مرتبه  بخښل دي او دریمه مرتبه  احسان دی .

نقل شوي دي چې د حضرت امام سجاد علیه السلام  دخدمتکار له لاسه یو لوخی وغورځید او  امام ئې زخمي کړ اونو کله د امام  نظر ته  متوجه شو،د آیت لومړی برخه ئې ولوسته «والکاظمین الغیظ»،نو امام بزرګوار وفرمائيل؛غوسه مو پيزواني کړه  او خدمتګار ورپسې آیت ولوست  «والعافین عن الناس» ،بیا امام وفرمائيل ؛خداي دې د تا له تیروتنې تیر شي  او  هغه د آیت وروستۍ برخه  هم ولوستله؛ «والله یحب المحسنین».نو امام بزرګوار هم هغه ته وفرمائيل؛ چې د خداي په لار کې آزاد ئې .:::          

تړلې خبرونه
captcha