IQNA

د ملت او حکومت د اورگان پياوړتیا د اجتماعی پانګې د زیاتیدا سبب کیږي

16:41 - January 06, 2023
د خبر لمبر: 3486713
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام ابوترابی فرد نن د جمعې لمانځه په خطبو کې ووئیل،د کورنۍ خیمه د اجتماعي پانګې اساس او نبیاد دی اومحترمې مئيندې او  میرمنې  ددغې خیمې ستنې دي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،حجةالسلام  والمسلمین ابوترابی فرد په الهي تقوا په ټينګار سره ووئيل، هغه کلمې او ټکی چې امیر المومنین دحکمرانۍ په منشور کې کارولی دي،په دوو اصولو چورلی ،ی دا چې سیاست آوزار دی  د انسانانو د حقوقو دساتنې  لپاره، د حضرت امام علی علیه السلام  لیک، ددې واقعیّت  بیانونکی دی چې  په دیني لیدتوګې کې د حکومت نظریه په قرآني تعلیماتو کې د حکومت د نظرئې هدف سیاست او قدرت نه دی . هغه ووئيل  تربیّت شوي ، پر نورو د سلطې او قدرت ته رسیدالپاره هڅه نه  کوي ،سیاست  دانسانانو د حقوقو  او د انساني ټولنې دساتلو لپاهر یو آوزار دی.

دتهران د جمعې لمانځه خطیب دغه راز ووئيل  باید مسئولان  خیال وساتي  او  دکلمو اوټکو په کارولو کې دې دقت وکړي.کله کله جملې ،خبرې او تحلیلونه چې  دانتخاباتو په شپو ورخو کې  آوریدل کیږي،  او  خلک وروسته  بیا پر دوي د انتخاباتو د  وخت د خبرو په یادولو سره نیوکې کوي . نو ځکه باید انسان د قول  او ژمنې د ورکولو په وخت ډير خیال ساتي ،ځکه دغه خبرې وروسته دخلکو لپاره ځيني غوښتې او شکونه رامینځةکوي چې بیا په لنډ وخت کې ئې ترسره کیدا  ګرانه وي او وخت ته اړتیالري .شهید قاسم سلیماني به داسې وعده کوله چې  له لاسه به ئې پوره کیدا هیڅکله ئې داسې کومه وعده نه کوله چې ورته ئې پوره کول ممکن نه وو.  هغه په دوام کې ووئيل،  مقدسه دفاع د کورنۍ د نظام محصول دی  او دا د کورنۍ د خیمې یا اورګان دښه تربیّت نتیجه  ده. شهید سلیمانیان، شهید شیرازيان ،شهید فلاحیان، شهید طهرانی مقدم او شهید باکری په څیر په زرګونو شهیدان  دهغې مدرسې روزل شوي کسان دي چې  مهم رکنونه ئې  سرښیندونکي میئندې اوماندنې دي. په هر کار او چارې کې چې عدالت رعایتیږي، او د ورکړل شوو ژمنو دپوره کولو هڅه کیږي،نو هیڅکله هم یوه ټولنه مشکلات او ترینګلتیاؤ څخه نه ویریږي  اودحل کولو وړتیاوې ئې پيدا کوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د حضرت ام البنین سلام ا... علیها د تلین ورځې ته په اشارې سره ووئيل،  هغه بزګواره له شخصیتي نظره ، د قرآن اوعترت  په مدرسې کې  دیوې روزل شوي  بی بی ترحده دکمالاتو  یوه بیلګه وه چې د حضرت ابوالفضل العباس قمر بنی هاشم په څير  څلور غوره بچیان ئې تربیت کړل چې د اباعبدا.... الحسین په رکاب کې دعاشورا په لوئې حماسې کې  ئې د انساني ټولنو  په وړاندې دتل لپاره  انسانیّت  او شجاعت  او دیانت او ولایتمدارئ  ته ئې عینیّت ډالۍ کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4112574/%D

captcha