IQNA

قرآن څه وائي/43

هغه کسان چې هیڅکله هم نه مري

6:51 - January 09, 2023
د خبر لمبر: 3486724
ایکنا-(تهران)په خپګان،تریخجن دوران او ناامیدئ کې ژوند هیڅوک نه خوښوي او ژوند  یوازې ژوندي پاتیکیدل نه دي،بلکې ژوند له خوشالۍ رضایَت او نیکمرغه سره یو ځای ښائي چې دغه شان ژوند حسابولی شو. په دې مینځو میان کې قرآن کریم د هغه کسانو خبره کوي چې هیڅکله هم نه مري.

د ژوندی پاتیکیدا کیفیّت په هغه څه قانع کیدا او ارزښتمن احساس دی چې ژوند ته معنا ورکوي او د انسان نیکمرغي تضمینوي. قرآن کریم  هغې ډلې ته اشاره کوي چې هیڅکله هم نه مري  او تل ژوندي دي.

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ؛ هغه کسان چې دخداي په لاره کې ووژل شي،هیڅکله هم مړي مه ګڼئ،بلکې ژوندي دي  چې د خپل پروردګار په نزد روزي خوري :

(د آل‌عمران سوره او ، ۱۶۹آيت).

د تفسیبر نمونه د مفسر د بیان په اساس، دلته د ژوند مقصد  هماغه برزخي ژوند دی چې روحونه ئې له مرګ وروسته عالم کې لري او دا شهیدانو ته مخصوص نه دي،البته  لکه څنګه چې شهیدان د معنوي ژوند په مواهبو خوندونو کې ډوب دي چې ګواکې د دوي په مقابل کې په برزخ کې د موجودو نورو کسانو ژوند هیڅ نه دی او په همدې دلیل  یوازې د دوي نامه اخستل شوې ده.

هغه کسان چې په الهی لاره کې او د ارزښتونو په لارې کې مبارزه کوي او خپل ژوند قربانوي ،په چورلټ ډول له دې مخکې  دغو ارزښتونو ته پابنده دي او پخپل ژوند کې ئې ورته تجسم بخښلی دی . تواضع،بخښل،دغوسې کنټرولول،مهربان شونه او په محرومانو خیال کول د یوه خداي غواړي اسنان دځانګړنو یوه برخه ده او له هغه څه سره چې په ژوند کې تورزړیتوب ،ځان منامي ،ګټه غواړی خوي  او بداخلاقي کوی،فرق کوي.

 دغه ارزښتمن چلندونه د انسان لپاره نیکمرغي برابروي او د آیت شریف موضوع جوړیږي، چې وائي ؛ژ،ندی دي او دخدای په نزد ورته روزي ورکول کیږي؛::

 ابوسفیان چې  د رسول الله بزرګوار(ص) دمخالفانو قوماندان ؤ،د احد جنګ په پاي کې په لوړ غږ سره وائي ،په احد کې دغه اویا وژل شوي مسلمانان،په بدر جنګ کې دمونږ د وژل شوو اویاؤ کسانو پهبدل کې دي .خو رسول الله (ص) وفرمائيل؛زمونږ وژل شوي کسان په جنت کې ځای لري، لابته د تاسو وژل شوي په جهنم کې دی. او دا د هماغه تل پاتې  او نیکمرغه ژوند معنا ده چې مخکې ورته اشاره وشوه.

په تفسیر نور کې د شهید او شهادت په باب ځيني ټکي

1 پیغمبر اکرم(ص)له یوه کس واوریدل چې په دعا کې وائي ،؛اسئلک خیر ماتسئل؛  خدایه ٔ! هغه ترټولو ښه

       شئ چې له تائې غواړم ،راته ډالۍ کړه:: پیغمبر اکرم ورته وفرمائيل؛که دغه دعا دې قبوله شي، نو د

      خدای  په لاره کې دی شهیدیږي:

2   په روایت کې راغلی دي ،له هرې نیکۍ لالوړه برلاسه نیکي شته،خو شهادت  چې  هرکله یو کس شهید

             شي، نو له دې لابرلاسه هیڅ شی نشته .

 3  د قیامت په ورځ،شهید د شفاعت کولو مقام لری،شفاعت، دپه دنیا او آخرت کې خیر ته د رسیدا او د شر

          د مخنیوي لپاره دخداي او دنورو مخلوقاتو ترمینځ دیوه مخلوق واسطه کیدل دي.

4      ترټولو ښه اوبرلاسه مرګ شهادت دی.

5   حضرت امام علی علیه السلام د لسګونو خاصو فضیلیتونو په درلودلو سره ،یوازې هغه وخت چې د

         شهادت په درشل کې ؤ وفرمائیل؛ ؛ فزت وربّ الکعبه؛دکعبې په خداي قسم کې رستګار شوم یا کامیاب شوم.:: هغه لومړنی کس ؤ چې ایمان ئې راوړ،د پیغمبر اکرم(ص)په بسترې کې ویده شو، د پیغمبراکرم ورور شو، یوازې د هغه دکور دروازه د پیمبر جومات په لور وه.د  امامانو پلانر او حضرت زهرا سلام الله علیها  همسر ؤ . بت شکن ؤ،د هغه د خندق په ورځې ګوزار  له زرو میاشتو عبادته افضل شو.خو په دغو یووخت کې ئې هم ونه وئيل چې ؛ فزتُ ؛ نیکمرغه شوم::

captcha