IQNA

د ترکیې او د سوریې د زلزلې د وژل شویو شمیر له اولس زره کسانو واوښت

22:13 - February 09, 2023
د خبر لمبر: 3486878
ایکنا-(تهران)ویل کیږي چې په ترکیې او سورېئ کې له خاورو او کنډوالو د خلکو په رایستلو کښې ډیر مشکلات شته ځکه چې د ترکیې او سورئې حکومتونه دومره امکانات نه لري چې خلک په کم وخت کې له خاورو او کنډوالو راوباسي.

زمونږ خبریال راپور راکړی په تیرې دوشنبې ورځ په سوریې او ترکیې کښې د اوه اعشاریه اته ریشټره سختې زلزلې د وژل شویو کسانو شمیر تر نن پورې له۱۷۰۰۰ زیات شوی دی او هره شیبه د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر په زیاتیدا دی ځکه چې اوس هم په زرګونو کسانو تر خاورو او کنډوالو لاندې دي چې د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

ویل کیږي چې له خاورو او کنډوالو د خلکو په رایستلو کښې ډیر مشکلات شته ځکه چې د ترکیې حکومت دومره امکانات نلري چې خلک له خاورو او کنډوالو راوباسي.

په زلزله کښې په زرګونو کسان ژوبل شوي هم دي او ډیر خلک بې کوره شوي او هیڅ پناه ځایونه نلري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلیو سیمو د کتلو په وخت په خپل حکومت باندې د خلکو له نیوکو وروسته په کمزورتیاو او نیمګړتیاو اعتراف وکړ.

په ترکیې کښې له زلزلې بچ شوي کسان د خواړو او د پناه د لټولو په هڅه کړي او په ځینو موردونو کښې خلکو د خپلو خپلوانو له کنډوالو او خاورو څخه د رایستلو لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړي ده.

د ترکیې د هاتاې سیمې یوه استاد سیمیر کوبان وویل زما وراره ، زما ښکینه او زما د ښکینې خور ټول تر خاورو لاندې دی او تراوسه د هغوې د ژوندي پاتې کیدا په هکله هیڅ خبر نشته.

بل خبر داچې د ترکیې پولیسو په اینټرنیټ پاڼو کښې په حکومت باندې د نیوکه کولو په خاطر اتلس کسان نیولي دي.

باید ووایو چې د سختې زلزلې له کبله په ترکیې کښې تر نن ورځې پورې دولس زره درې سوه یونوي کسان او په سوریې کښې هم۳۱۶۲کسان وژل شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i127644

captcha