IQNA

د مسلمانو عالمانو ټولنه،دعمرې د ادا کولو لګښت د زلزله ځپلو لپاره ډالۍ کړئ

17:51 - February 14, 2023
د خبر لمبر: 3486898
ایکنا-(تهران) د مسلمانو عالمانو  داتحادئې عمومی منشي د غیر واجب حج او څو ځلې عمرې اداکولو  د سفرونو لګښت د سورئې او ترکیې د زلزله ځپلو ته د بیلولو غوښته کړې او زلزله  ئې یو الهي آیت او طبیعي ښکارنده بللې او په دې باب ئې ځينی لیدتوګې  چې زلزله الهي عذاب دی ،رد کړې.

ایکناخبری آژانس د عربی ۲۱له قوله راپور راک، د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي علی القره داغي ،د مسلمانانو له خوا د څو ځلې او نیابتي  عمرو او دمستحبی حج د سفرونو ځنډولو غوښته کړې څوددې په ځاي ددغه مناسکو لګښتونه ،د ترکیې او سورئې  ویجاړونکي زلزلې له امله تاواني شوو ته بیل کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه ،دغه اقدام دمګړئ لومړیتوب لري او ډير ثواب به ولري، په تیره بیا د مستحبو زیارتونو لګښتتونو لګول  د ډيری خلکو د ددرونو  آرامولی او مشکلات کمولی او ورسره مرسته کولی  او  دهغوي ژوند ژغورلی شي.

د مسلمانو عالمانو د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ده،د حج په څير د عبادي عملونو په ځاي له اړمنو او دردمندو سره د مرستو لپاره د اسلام په تاریخ کې ډیری شواهد شته دي.

القره داغي ووئيل،زلزله یوه  بشپړ علمی موضوع ده او د الهي عذاب له موضوع سره ئې اړونده کول جایزنه دي،مګر په یوه هغه مورد کې  اوس هیڅ موضوعیّت نه لري او هغه دا چې یو پیغمبر راشي  او خپل امید توحید ته وبولي، په دې پسې  امت د هغه بلنه ونه مني، داسې چې فرعون او دلوط قوم اوا دصالح قوم وکړل چې په دې بڼه کې زلزله یو عذاب دی او د نړیوالو د پرودګار له خوا.

https://iqna.ir/fa/news/4121746

 

captcha