IQNA

قرآن څه وائي /51

بیړه وکړئ یا ګړندي شئ

10:11 - May 18, 2023
د خبر لمبر: 3487354
ایکنا-(تهرانه) که مونږ ته څوک سپارښتنه وکړي چې ؛بیړئ وکړئ؛نو حتما به هغه وپوښتو چې په څه شي کې باید بیړه وکړو؟ التبه کله همدغه پوښتنه،  د هغې وآخوا ته د بیړې لپاره ترټولو مهمه لټي او عامل دی کیږي چې د مونږ پر برخلیک ناخوښې اغیزې شیندي.

 

 هغه دنیا چې پکې ژوند کووټوله بیړه او چټکتیا ده او دغه بیړې د مونږ عمومني ژوند داسې راګیر کړی دی چې ممکنه ده یوه شیبه له ځان سره فکر وکړو چې دغه ټوله هڅې او دغه ټوله بیړه اوتعدي د څه مقصد او کوم وآخوا لپاره ده.؟

که  دغې پوښتنې ته ځواب ورنه  کړو او دغه لتي او بې پامۍ ته دوام ورکړو ،نو سوکه سوکه  دم ونږ عمل او چلند بې معنا کیږي او د مونږ ژوند ورځ تربلې پوچ او چټي بڼه غوره کوي. 

د نیکمرغۍ په لاره کې سیالي :

د قرآن کریم یو آيت  انسانانو ته خطاب کوي؛ بیړه وکړئ؛ او کوشش او نیکو کسانو ته له یوې معنوي سیالس سره تشبیه ورکوي چې نهائي هدف ئې  الهي بخښنه او د جنت تل پاتې نعمتونه دي.

وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ؛ بیړه وکړئ، دخپل پروردګاربخښنې لپاره بیړه وکړئ او ګړندي شئ . او هغه جنت چې پراختیا ئې آسمانونه و مځکې دي، او د پرهیزګارو لپاره تیار شوی دی :ـ( د آل عمران سوره  ۱۳۳آیت)

لکه څنګه چې هر معنوي مقام ته رسیدا له بخښنل کیدا اوله ګناهانوڅخه له پاک کیدا پرته ممکنه نه ده، ددغې معنوي سیالۍ هدف په لومړۍ درجې کې مغفرت (الهي بخښنه) او دوهم هدف ئې جنت ټاکل شوی دی چې تر آسمانونو او مځکو پورې خور ور شوی دی.

په تفسیر نور کې مونږ ته وئيل شوي دي چې ؛د اسلامی متفکرانو یوه ډله ،عقیده لری چې جنت اودوزخ   همدااوس شته دي او دهغو یو دلیل همدغه آیتونه یعني؛  «أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ» يا «أُعِدَّتْ لِلْكافِرِينَ» او هغه ټکی دي چې په دغو آیتونو کې کارول شوي دي

 د ګناه بخښل ،یو الهي کار دی او  دمغفرت په لور بیړه ، د هغه کار په لور ګړندئ شونه ده چې په ځان پسې مغفرت ولرل شي.

حضرت امام علی علیه السلام  ددغه آیت په تفسیر کې فرمائي ،؛  «سارعوا الى أداء الفرائض» د الهی دندو  د ترسره کولو لپاره له یوه بل مخکې او ګړندي شئ

له دغو ايتونو زده کوو چې

  • دخیر په کار کې بیړه، دهغه ارزښت لازیاتوي،؛سارِعُو؛
  • په توبې کې بیته او  دالهی مغفرت جلبول لازم دي . سارِعُوا إِلى‌ مَغْفِرَةٍ» .
  • د ګناهانو بخښل کیدا، د ربوبیّت شاه دی «مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ» .
  • اول بخښل کیدا او بیا جنت ته تلل  «مَغْفِرَةٍ ... جَنَّةٍ».

د جنت په لور د ګړندوالی لازمه متقین، یعنی د متقینو په لیکه کې راتلل دي . 

captcha