ایکنا د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ،دترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ددغه هیواد د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان دبریالیتوب له اعلانه څو ساعته وروسته په زرګونو مسلمانانو دسهار مونځ په استانبول کې په آیاصوفیه تاریخي جومات کې ادا کړ.
لمونځ ګوزارو له لمانځه مخکې او وروسته په لوړو چغو سره شعارونه ورکول څو د خلق جمهوری غواړي ګوند پر رهبر کمال قلیچدار اوغلو د رجب طیب اردوغان د بریالیتوب جشن ولمانځي.
د ترکیې د دیني چارود ادارې مشر علی ارباش ، دترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم په آیاصوفیه جومات کې د لمونځ د قایمولو په دستورو کې په شتون سره د رجب طیب اردوغان د بریالیتوب جشن په لمانځلو کې ګډون وکړ.
دغه دستورې د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په بلنې سره او همداراز د استانبول د فتح دپنځه سوه اویایمې کلیزې په مناسبت ترسره شوې وې.
په دې مناسبت ایکنا یو په زړه پورې کلیپ او انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4144427