ایکناخبري آژانس له کرمانه راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر نن د ایران د جنوب کرمان ولایت د رفسنجان ولسوالۍ د جمعې لمانځه د اداکونکو په ټول کې پخپلې ویناکې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په محکومولو سره ووئيل،، ټول الهی او آسماني دینونو ټول خلک د قرآن کریم په سپکاوي ډير خپه شوي دي او دا د اسلامی ارزښتونو او بشریّت سپکاوی دی او اسلامی ټولنه به ورڅخه تیره نشي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړه،مسلمان چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي له دغو سپکاویو ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی دی .
ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د مقدساتو سپکاوي د عقیدې او د بیان د آزادۍ د دوروغجنو دفاع کونکو په وسیله شوي دي ووئیل، ځوانان باید پوهه شي دوي له آزادۍ سره مخالف دي اویوازې ئې د عقیدې او بیان له آزادۍ څخه د دروغجن ملاتړ پوسټر او بورډ پورته کړی دی.
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز نن د ایران جنوب کرمان ولایت ته په سفر کې څو عمراني او خدماتي پروژې هم افتتاح کړې.