ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د سویډ په سټاکهم کې د امام علی(ع) اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې سبا یکشنبې ورځې یعني د جولائي په نهمه نیټه د ورځې یوه نیمه بجه،په سټاکهم کې یو سیمنار جوړیږي.
ددغه سمینار دترسره کیدا ځاي،د سټاکهم ښار په مکرز کې د قرآن کریم د سپکاوي هماغه ځاي چوک ( Medborgarplatsen)اعلان شوی او په دې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
څه موده مخکې د قرانۍ د لوي اختر د چټئ په لومړۍ ورځې یو افراط پال او زوړپال په همدغه چوک کې د اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوی وکړ او آسماني کتاب قرآن مجید ته ئې اور اچولی ؤ چې د اسلامی نړۍ او د پتمنو ملتونو سخت او جدي غبرګون ئې درلودلې چې دغه غبرګون هماغه راز دوام لري.
د سویډ د اسلامی ټولنو په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،باید په اروپا په تیره بیا په سویډ کې ددغه شان سپيرو او کرکه رامینځةکونکو اقداماتو مخنیوی وشي اود اسلام د یووالي او اتحاد غواړي دین اصلي ماهیّت نندارې ته وړاندې شي.