ایکنا د الجزیرې په حواله خبر ورکوي چې، په دې پروژه کې چې "ماشومان، راځئ چې جومات ته لاړ شو، خوشحالي او لوبې وکړو" نومېږي، ښاروال هغو ماشومانو ته د بایسکلونو په ګډون ډالۍ ورکړې چې د 30 ورځو لپاره جومات کې ګډون کړی او لمونځ ادا کړی.
د جانیک ښاروالۍ د جايزې د مراسمو د انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې ماشومانو ته يې ١١٦٠ بايسکلونه ورکړي.
د جانییک ښار په عدنان میندریس چوک کې په سلګونو ماشومانو د خپلو کورنیو سره د ډالۍ د وېش په مراسمو کې ګډون وکړ. د دې مراسمو خپاره شوي انځورونه د دغو ډالیو په ترلاسه کولو د ماشومانو لویه خوښي ښيي.
د جانیک ښاروال هم په خپل رسمي اکاونټ کې د X ټولنیزې شبکې په اړه د یو ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ: زموږ ماشومانو د دې پلان د یوې برخې په توګه د سیمې په جوماتونو کې ګډون وکړ او په فعاله توګه د جوماتونو په پنځو لمونځونو کې حاضر وو او موږ هم د دې ماشومانو د هڅونې لپاره ډالۍ ورکړې.
د جانیک ښار د ښاروال ابراهيم تومانچي په وينا، د دې پروژې په جوړېدو سره په ماشومانو کې د نورو اخلاقي ارزښتونو لکه نظم، مسئوليت او د انضباط د پياوړتيا لپاره هڅې شوې دي.
جانیک ښار د ترکیې په شمال کې د تور سمندر په ساحل کې د ترکیې مشهور بندر سامسون ته نږدې موقعیت لري.