ایکنا د شهاب نیوز له قوله راپور راکړ، د فلسطین دمقاومتي لورو ګډې کوټې ، په غزې تړانګې کې د نیواکګرو د ناکامۍ د یادګار جوړکړی چې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ګیټ په وړاندې پرون افتتاح شو.
ددغه یادګار مخ کتنه به په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د هغې ناکامئ د درنښت د فعالیتونو په پاي کې ترسره شوه چې فلسطنیان دغه ورځ د ؛مقاومت ؛ورځ نوموي. دغه یادګار نهه میټره اوږد دی او د لاس د یوه موټي یا سوک په شکل سره او د قدرت سمبول دی.
ددغه موټي په شاوخوا کې د هغو وسلو نمونې هم کیښودل شوي دي چې مقاومت له ۲۰۰۰ کال راهسې تر ۲۰۰۵ کال پورې په مودې کې د نیواکګرو په وړاندې کارولي دي. ۲۰۰۵کال د نیواکګرو په وړاندې د مقاومت دقدرت ټکی او په غزې تړانګې کې د دوي سپیره ناکامي وه.
دیاددښت او خاطرې دغه یادګار همداراز په غزې تړانګې کې د نیواکګر پوځ او د صهیونیسټ میشته ښارګوتو د اوسیدونکو په ضد د تر ټولو غوره چریکي عملیاتو یوه مخنینه ده ، یو داسې کار چې ټوله فلسطینیو مبارزو ډلو ټپلو ئې په اجرا کې ګډون درلود او د نیواکګرو په ناکامولو کې ئې مهم رول لوبولی دی.
دغه یادګارپرون د وږي د میاشتې په ۲۹ نیټه د فلسطینیو مبارزو ډلو د مشرانو ،دګډې کوټې د استازو ، دشهیدانو د کورنیو او یو شمیر حقوقي شخصیّتونو او زیات شمیر ښاریزو په شتون سره افتتاح شو.
https://iqna.ir/fa/news/4169902