ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کښې د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس په پرانیستونکو دستورو کښې وویل نن سبا وحدت په مذهبونو یا جغرافیې کښې د وحدت په معنا نه دی بلکې د اسلامي امت د ګټو د ساتلو لپاره اتحاد او انسجام او کوټلتیا ده.
د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په خپلی وینا کي زیاته کړه دښمانان نه غواړي چې اسلامي امت،وحدت او کوټلتیا ولري او نن سبا کوم څوک د وحدت او د کوټلتیا په لور حرکت وکړي نو د اسلام د سټراټيژۍ په لړ کښې دی او که چیرې په خپل قلم او اقداماتو سره د تفرقې لپاره هڅه وکړي نو د دښمانانو د سټراټیژۍ په لړ کښې یې حرکت کړی دی.
ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فلسطین او د قدس شریف ازادۍ ته پام کول په وحدت کښې د اسلامي امت ترټولو مهمه ځانګړنه ده وویل له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو هڅه د هر حکومت لپاره په ارتجاعي او شاته تلونکي لاره کښې حرکت کول دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ له دښمانانو سره د مقابلې لاره سازباز کول او تسلیمیدل نه دي بلکې مقاومت او په مقابل کښې یې دریدل دي چې حکومت شاتګ کولو ته مجبوروي.
هغه په دې خبرې سره چې د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس د سلطې د نظام او د صهیونیسټ ضد غونډه ده وویل د وحدت سټراټيژۍ نن سبا کولای شي اسلامي امت د دښمانانو په وړاندې پیاوړی کړي او د دښمانانو د ترکیبي جنګ په مقابل کښې لاره چاره وحدت او کوټلتیا ده.
د اسلامي وحدت اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د سپتمبر د میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه د اکتوبر د میاشتې تر دریمې نیټې پورې ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیاو په موضوع سره په حضوري او په اینټرنیټي ډول د ترسره کیدا په حال کښې دی.